تازه خبرونه
د او آی سي او امریکا ځانګړي استازي د افغانستان په اړه وغږېدل
د افغانستان لپاره د اسلامي هېوادونو د همکارۍ ټولنې (او آی سي) ځانګړي استازي طارق علي بخیت د سې شنبې پر سهار د افغانستان لپاره د واشنګټن له ځانګړي استازي توماس ویسټ سره یوه مجازي ناسته ترسره کړه.
دواړو استازیو د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې او د افغان نجونو د نه زدکړې د مسلې په ګډون پر یو لړ بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.
د او آی سي ځانګړي استازي ویلي: په پراخه کچه پر اړینو مسایلو؛ په ځانګړي توګه د افغانانو لپاره بشري او اقتصادي مرستې، امنیتي پرمختګونه، له تروریزم سره مبارزه او د افغان نجونو د ښوونځیو بېرته پرانستلو بحث او خبرې شوې دي.
طارق علي بخیت په یو لړ ټویټونو کې څرګنده کړې، چې په دې ناسته کې د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیر هم ګډون کړی و.
سربېره پردې په دې مجازي یا انلاین ناسته کې د نړیوالې اسلامي فقې اکاډمۍ عمومي منشي ډاکټر قطب سانو، محمد جمال ساعتي او سمیر العیسوي، د اسلامي پراختیایي بانک دواړو استازیو هم ګډون کړی و.