پرمختګ او بشپړتیا
د ايران- افغانستان د ريل پټلۍ لگښت ايران وركوي
په هرت كې د ايران د كونسلگرۍ مسوولين وايي، چې د دې پروژې مسوول شركت د پروژې د څلورم فاز د كار پيلولو لپاره د افغانستان لخوا د جواز صادرولو ته په طمع دى.
په هرات كې د عامه گټو وزارت چارواكي وايي، چې د دې پروژې اړوند ټولې ځمكې استملاك شوي او پروژې تطبيق ته چمتو دي.
د افغانستان – ايران د ريل پټلۍ د جوړولو چارې، چې ۱۳۰ كيلو متره اوږدوالى لري، پېنځه كاله مخكې پيل شوې، خو د ځمكې د پروخت د نه استملاك او بوديجې د كموالي له لامله له دوه كلونو راهيسې ځنډول شوې وې.
په هرات كې د فوايد عامې وزارت مسوولين وايي، چې د دې ريل پټلۍ په جوړيدو به افغانستان د منځنۍ آسيا له هېوادونو سره ونښلي.
په هرات كې د ايران كونسل رحيم محمدي يكتا وايي:
د ايران او افغانستان ولسمشرانو د توافق له مخې په پام كې ده، چې سل ميليون ډالر د دغې پروژې د كار د بيا پيلولو په موخه به د ايران لخوا ولگول شي.
د ايران كونسل وايي، چې:
د دغې ريل پټلۍ په جوړولو كې يې زياتې ستونزې گاللي او يو انجينير يې هم د ناپېژانده كسانو لخوا برمته شوى دى.
د هرات د فوايد عامې رييس انجنیر حبیب الله تیموري د پروژې اړوند ټولې ځمكې استملاك شوي دي.
نوموړى د دې پروژې د په ټپه دريدو لامل د بوديجې نشتوالى بولي.
نوموړى زياتوي، چې كه د دې پروژې كار ژر پيل شي تر راتلونكيو درې مياشتو به بشپړ شي.