سیمه ییز خبرونه
د ايران حكومت ناقانونه كډوالو ته وخت وركړى، چې له دې هېواده ووځي
د ايران حكومت په دغه هېواد كې هغو افغان كډوالو ته، چې د كډوالۍ قانوني اسناد نه لري دوه اوونۍ وخت وركړى، چې له دې هېواده ووځي.
ايران د افغانستان گاونډ هېواد دى، چې نږدې درې ميليون افغان كډوال په كې ژوند كوي، چې يو ميليون او څلور سوه زره كسان يې د كډوالۍ سند نه لري، خو نورو يې په دې هېواد كې د اوسيدو ويزې ترلاسه كړې دي.
ايراني رسنيو په دې وروستيو كې ويلي، چې د ايران دولت دغو كډوالو ته وخت وركړى، چې له دې هېواده ووځي.
د افغانستان د كډوالو چارو وزارت وياند اسلام الدين جرات وايي:
د يو ميليون او څلور سوه زره افغانانو ويزې تر لس ورځو پورې پاى ته رسيږي، خو كابل ډاډمن دى، چې افغان كډوال به په زور ونه باسي.
د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زى وايي:
د ايران حكومت بايد د كډوالۍ نړيوال اصول په پام كې ولري او د افغان حكومت د همغږۍ له مخې ستونزو ته د حل لار ولټوي.
ايران په داسې حال كې افغان كډوالو ته وخت ټاكلى، چې په دې ورځو كې د كابل او واشنگتن ترمنځ د امنيتي تړون پرسر د امنيتي تړون د لاسليك خبرو زور اخيستى دى.
د ولسي جرگې غړې فوزيه كوفي ايران د دغه سند مخالف گڼي او افغان كډوالو ته د دغه ضرب الاجل ټاكل له نوموړي سند سره د دغه هېواد مخالفت گڼي .
د افغانستان د كډوالو وزارت وايي، په راتلونكې اوونۍ كې به يو شمېر ايراني چارواكي كابل ته سفر وكړي او په ايران كې د افغان كډوالو ستونزې به له ايرانيو چارواكو سره شريكې كړي.