سیمه ییز خبرونه

د ايران ولسمشر له افغانستان څخه د نړيوالو ځواكونو د ويستلو غوښتنه كړې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ايران ولسمشر حسن روحاني د یکشنبې په ورځ(د ليندۍ۱۷) په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو له لوري د کړکېچ په راپورته کيدو اندېښمن دی او باور لري، چې ټول بهرني پوځیان باید له سیمې ووځي او د افغانستان امنیت د دغه هېواد خلکو ته وسپارل شي.

افغان ولسمشر حامد كرزى په داسې حال كې ايران ته خپل سفر بشپړ كړ، چې د افغان او امريكايي چارواكو تر منځ د امنيتي تړون پر سر خبرې لانجمن پړاو ته ننوتې دي.

افغان چارواكي وايي، ولسمشر حامد كرزي په تهران كې د دغه هېواد له ولسمشر حسن روحاني او يو شمېر نورو چارواكو سره كتلي دي.

د افغانستان د ولسمشرۍ مطبوعاتي دفتر وايي، چې د افغانستان او ایران ولسمشرانو په خپل منځ کې د اوږدمهالو همکاریو د تړون په لاسلیکولو هوكړه كړې ده.

د ولسمشر مطبوعاتی دفتر زیاتوي، چې د شوې هوكړې له مخې، د دواړو هېوادونو ترمنځ دغه تړون به په سیاسي، امنیتي، اقتصادي او فرهنگيي برخو کې همکاري رانغاړي او په یاد تړون کې به د سیمې د امنیت او د سولې د ټينگښت لپاره د دواړو هېوادونو گډې گټې خوندي وي.

د داوړو ولسمشرانو په کتنه کې د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزیرانو ته دنده سپارل شوې، چې د دې تړون د متن پرتنظیم کار پېل کړي.

د ايران رسنيو په ډاگه كړې، چې حسن روحاني په سیمه، منځني ختیځ او «فارس» خلیج کې د هر بهرني پوځ د حضور مخالف دی.

کابل او تهران د اوږد مهالو همکاریو پر تړون په داسې حال کې هوكړه  کوي، چې ولسمشر کرزي له امریکا سره د امنيتي، دفاعي تړون له لاسلیکولو لپاره د سولې د خبرو پيل او د جنگ د نه كولو شرطونه وړاندې کړي دي.

دا په داسې حال كې ده، چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د افغانستان او امريكا  ترمنځ د امنيتي تړون په لاسليك  كې د بل هېڅ هېواد تر اغېزې لاندې له  نه راتلو خبر وركړى دى.

Trending

Exit mobile version