نړۍ
د ايران په شمال لويديځو سيمو كې د ترهگرو په وړاندې عمليات غزيږي
د سپاه پاسداران په نامه د ايران د پوځ يوه وياند اعلام وكړ، چې:
په يو لړ پوځي عملياتو كې يې له جمعې څخه تر دوشنبې پورې د پژاك تروريستي ډلې دېرش جنگيالي وژلي او له څلوېښتو ډېريې ټپيان كړي دي.
د ايراني پوځ په وينا:
د دې هېواد په شمال لويديځو سيمو كې به د دغو ترهگرو په وړاندې عملياتو ته دوام وركوي.
له يوې مودې راهيسې په ايران كې د پژاك په نامه له تروريستي ډلې سره د دې هېواد د پوځ نښتې دوام لري.
د دې هېواد د سپاه پاسداران نومي پوځ وياند جنرال حميد احمدي د ايران په شمال لويديځ كې د دغو تروريستانو د وژلو او د عملياتو د دوام خبر وركوي.
نوموړى وايي، چې:
دغه تروريستان د دې هېواد شمال لويديځو پولو ته څېرمه د قنديل او جسوسان په نامه سيمو كې شتون لري او له همدې ځايه پر پوځ بريدونه ترسره كوي.
د ايران د سپاه پاسداران وياند زياتوي، چې د عراق د كردستان سيمه ييزه اداره هم د پژاك ډلې له مشرانو سره د مذاكرې غوښتنه كوي او دغه راز له هغوى غواړي، چې د ايران پولې پريږدي او له ايران څخه ووځي.