نړۍ

د اټومي څېړنو د خوندي ساتلو حق لرو – ایران

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۶, ۱۴۰۰)

ایراني چارواکو ویلي؛ تهران حق لري، چې د اټومي څېړنو پراختیا روانه وساتي او هیڅ تړون نشي کولی دا ډول هڅې شنډې کړي.

د ایران د ملي امنیت سلاکار علي شمخاني د شنبې پر ورځ ویلي، چې د اټمي څېړنو، پراختیا، وړتیاوې او سوله ییزې لاسته راوړنې مو حق دی او په دې اړه کومه هوکړه مو هم خنډ کېدی نشي.

دا په داسې حال کې ده، چې د رویټرز د راپور له مخې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال پر نړیوال اټومي تړون خبرې د امریکا او ایران غیرمستقیمې هڅې وروستي پړاو ته رسېدلي دي.

Trending

Exit mobile version