تازه خبرونه

د اړیکو جرګه ګیو پر اجندا خبرې کړي او عبدالله کابل ته راستون شو

Published

on

د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د قطر په دوحه کې د افغانانو د خپلمنځي خبرو اترو په پرانستونکي مراسمو کې له ګډون وروسته د یکشنبې پر شپه بېرته کابل ته راستون شو.

عبدالله عبدالله ویلي؛ مرکچي پلاوي ته د بریا هیله من یم، چې هېواد ته د تلپاتې سولې د راوستو زیری ولري.

نوموړي له راروانیدو مخکې د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره ولیدل.

عبدالله عبدالله په خپل یوه تویت کې په ډاګه کړې: زه د قطر د امیر له نه ستړي کیدونکیو هڅو څخه، چې  د سولې خبرو ته یې د زمینې په باربرولو، سخاوت او میلمه پالنې  کې تر سره کړي؛ د زړه له کومي په کلکه مننه کوم. ان شاالله مونږ به په ګډه بریالي شو.

دا په داسې حال کې ده، چې د حکومت او طالبانو د اړیکو جرګه ګۍ د سولې د بهیر د پرمختګ په اړه د خبرو اترو د اجنډا په ګډون پرون خپله لومړنۍ ناسته د بندو دروازو تر شاه تر سره کړې ده.

د حکومت د مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزي له غونډې وروسته څرګنده کړې، چې د پلاوي غړیو ترمنځ خبرو مثبته روحیه درلوده هیڅ راز هڅه نده شوې، چې خبرې د بحث بل لوری خپل کړي.

د حکومت د اړیکو د  جرګه ګۍ غړي د شنبې په ورځ وټاکل شول؛ ضرار احمد مقبل، نادر نادري، فوزیه کوفي، خالد نور، مولوي بلیغ او معصوم ستانکزی د دغې جرګه ګۍ غړي دي.

عباس ستانکزی، مولوي شهاب الدین دلاور، ملا نورالله نوري، مولوي عبدالکریم او شیخ قاسم ترکمن د طالبانو له لوري د اړیکو د جرګه ګۍ غړي دي.

د یادونې ده، چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له دوحې پاکستان ته ځي، چې د افغانستان د سولې د بهیر د خبرو لپاره د دغه حکومت له ملکي او نظامي چارواکو سره وګوري.

Trending

Exit mobile version