تازه خبرونه

د اړیکو وده او پراختیا مو د افغان حکومت له چلند سره تړاو لري – پاکستان

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱, ۱۴۰۲)

د ترهګرو ډلو د شتون په اړه د پاکستان د روانو تورونو په لړ کې دا ځل د پاکستان اطلاعاتو وزیر په یوه ټلویزیوني مرکه کې ویلي؛ که افغانستان د پاکستانيو طالبانو اړوند ډلو ته پناه ورکولو ته دوام ورکړي، ښايي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو راتلونکی روښانه نه وي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر مرتضی سولنګي زیاته کړې؛ د افغانستان او پاکستان د اړیکو راتلونکی په بشپړه توګه د افغانستان د سرپرست حکومت له چلند او کړنو سره تړاو لري.
مرتضی سولنګی وایي: د افغانستان او پاکستان د اړیکو راتلونکی په بشپړه توګه د افغانستان د چارسمبالي حکومت ( اسلامي امارت ) له چلند او کړنو سره تړاو لري، چې د نړۍ هیڅ هېواد یې پر رسمیت نه پېژني. که دوی د ټي ټي پي په ګډون بېلابېلو ترهګرو ډلو ته پټنځایونه برابر کړي؛ له دوی سره به مو د اړیکو راتلونکی ډېر روښانه نه وي.
دغه راز د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر ويلي، چې د افغانستان او هند له لوري پر پاکستان فشارونه مخ په زیاتېدو دي او اسلام‌آباد باید له هغو احتمالي ستونزو څخه، چې کابل او نوي ډیلي له لوري ورسره مخ کیږي؛ یوه ښه حل لار ومومي.
مولانا فضل الرحمان وایي: د هند او افغانستان له لوري پر پاکستان فشارونه مخ پر زیاتېدو دي او پاکستان د دواړو خواوو تر فشارونو لاندې دی، مونږ د یوه هوښیار او باتدبیره پاکستان په توګه باید دغو مسلو ته وګورو او د هغو ستونزو د اواري لپاره لار پیدا کړو، چې ښايي مونږ په راتلونکې کې ورسره مخ شوو.
د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد تل په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون او فعالیتونو په اړه د پاکستان ادعاوې رد کړي او وايي، چې د افغانستان خاوره به د کوم هېواد پر ضد ونه کارول شي.
په همدې حال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترینګلتیا او سیاسي ستونزو د دواړو هېوادونو پر اقتصادي اړیکو منفي اغېز کړی او دا مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې دروازې تړلي، چې زیان یې د دواړو لوریو سوداګرو ته رسیږي.

Trending

Exit mobile version