سیمه ییز خبرونه

د اکملاتو لپاره هوایي ځواک شتون لري- جنرال عظیمي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ملي اردو او پولیسو د اکمالاتو لپاره هوایی ځواک شتون لري او په هلمند کې په دې اړه هیڅ ستونزه نشته.

د ملی دفاع وږارت ویاند جنرال ظاهر عظیمی په یوه خبري ناسته کې د کورنیو چارو وزارت له ویاند صدیق صدیقي سره په ډاګه کړه، چې په هلمند کې جګړه پر کورني اړخ سربېره بهرنی هغه هم لري.

هغه د ملي ځواکونو تر منځ له بشپړې همغږۍ خبرې وکړې او ویې ویل، چې مخالفین د سیمې له اوسیدونکیو څخه د سپر په توګه کار اخلي.

په دې ناسته کې د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي څرګنده کړه، چې مخالفینو غوښتل سنګین ولسوالي ونیسي او هغه د خپل مرکز په توګه وکاروي؛ خو دې موخې ته به ونه رسیږي.

هغه زیاته کړه، بشپړ ملي څواک شته او مخالفین په شا تمپول کیږي.

د ښاغلي صدیقي په وینا، پاکستانیان په دې جګړه کې بشپړ ښکېل دي.

د یادونې وړ ده، چې اوس هم جګړه د هلمند په شمالي ولسوالیو کې روانه ده؛ خو امنیتي ځواکونه د برمختګ په حال کې دي.

Trending

Exit mobile version