تازه خبرونه
د ایتالیا په اوبو کې ۳۲ افغانان مړه شوي
د ایتالیا په اوبو کې د کډوالو د یوې کښتۍ له ډوبېدو پېنځه ورځې وروسته په دغه هېواد کې د افغانستان سفارت د دوه دېرش افغانانو مړي تائید کړي دي.
د ایټالیا په اوبو کې د کډوالو د یوې کښتۍ له ډوبېدو پېنځه ورځې وروسته په دغه هېواد کې د افغانستان سفارت ویلي، چې په دې پېښه کې دوه دېرش افغانانو ژوند له لاسه وکړی او پېنځه نور په روغتون کې بستر دي.
په ایتالیا کې د افغان سفارت په څرګندونه کې راغلي: په روم کې میشت افغان سفیر د ایتالیا د سویل د کروتون په ښار کې له وروستۍ غمجنې پېښې او د کښتۍ د ډوبیدو له ځایه لیدنه وکړه او له یو شمېر هغو افغانانو سره یې خبرې وکړې، چې له نورو سیمو څخه د خپلو کورنیو د غړیو د موندلو لپاره راغلي وه. تر اوسه د دوه دېرش افغانانو مړي پېژندل شوي او پېنځه نور افغانان روغتون ته استول شوي دي.
له دې مخکې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي وه، چې د ایتالیا د اوبو په ډوبه شوې کښتۍ کې اتیا افغانانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د کډوالۍ یو شمېر کارپوهان له افغانانو غواړي، چې نورو هېوادونو ته له غیر قانوني او قاچاقي سفرونو ډډه وکړي.
د راپورونو له مخې؛ تېره اوونۍ دې کښتۍ د ترکیې له اوبو څخه د ایتالیې په لورې حرکت کړی و، چې شاوخوا دوه سوه کسان په کې سپاره ول. دا کښتۍ ایتالیې ته نږدې په سمندر کې ډوبه شوه، چې د افغانانو په ګډون اووه شپیته مهاجر په کې مړه شوي دي.
