سوداگري
د ایران او افغانستان اقتصاد ګډې پانګونې ته اړتیا لري- د خراسان رضوي والي
د ایرنا راپور له مخې، مظفري د ایران او افغانستان ګډو فرهنګي او اقتصادي اړیکو ته په نغوته کې ویلي، چې دغه وړتیاوې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره مناسب فرصتونه برابروي.
د ایران خراسان رضوي والي غلام حسین مظفري په مشهد کې د افغانستان له سرکونسل نورمحمد متوکل سره په لیدنه کې د ایران او افغانستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ او څرګندوي، چې د دواړو هېوادونو اقتصادي پرمختګ د متقابل تعامل، همکاریو او ګډو پانګونو له لارې شونی دی.
د ایرنا راپور له مخې، مظفري د ایران او افغانستان ګډو فرهنګي او اقتصادي اړیکو ته په نغوته کې ویلي، چې دغه وړتیاوې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره مناسب فرصتونه برابروي.
هغه زیاته کړې، افغانستان تل د ایران له مهمو اقتصادي شریکانو څخه و او باید د شته وړتیاوو پر کارولو دوهاړخیزې همکارۍ نورې هم پیاوړې شي.
د خراسان رضوي والي د اسلامکلا پولې پر ارزښت هم ټینګار کړی او وایي؛ هڅې روانې دي، چې دغه سرحدي لاره د ایران له تر ټولو منظمو او پرمختللو سرحدي دروازو څخه وګرځي.
هغه د پولې دواړو غاړو ته د آزادو اقتصادي سیمو د جوړولو وړاندیز هم وکړ او څرګندوي، دا اقدام کولی شي د ګډو پانګونو د جذب او سوداګریزو فعالیتونو د پراختیا لپاره زمینه برابره کړي.
مظفري په ایران کې د افغان وګړو د حضور د تنظیم موضوع ته هم نغوته کړې ده څرګندوي؛ موخه دا ده، چې د افغانانو ورتګ، استوګنه او کار د یوه روښانه او قانوني چوکاټ له مخې تنظیم شي.
هغه زیاته کړې، اقتصادي هڅاندو(فعالانو) ته د کاري ویزو ورکول او د افغانانو د حضور لپاره د ځانګړو تګلارو رامنځته کول له روانو پروګرامونو څخه دي.
نوموړي په ایران کې د افغان وګړو د عزت او کرامت پر ساتنې ټینګار وکړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د غیرقانوني تګراتګ د مخنیوي او د قانوني تګلارو د پیاوړتیا غوښتنه وکړه.
دغه راز په مشهد کې د افغانستان سرکونسل نورمحمد متوکل د هرات او تایباد ترمنځ د ټکسي خدمتونو د بېرته پیل غوښتنه وکړه او څرګندوي، چې دغه خدمتونه د جګړې له پیل وروسته درېدلي او تر اوسه بېرته چالان شوي نهدي.
هغه په ایران کې د افغان وګړو ځینو ستونزو لکه د روغتیايي بیمې لګښتونو او افغانستان ته د افغان بندیانو د لېږد موضوع ته هم نغوته کړې او د دغو ستونزو د حل غوښتونکی شو.
متوکل د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو هوکړو پر عملي کېدا ټینګار وکړ او وایي، چې د دغو هوکړو پلي کېدا کولی شي د افغانستان او ایران ترمنځ اقتصادي او ټرانزیټي همکارۍ نورې هم پراخې کړي.