تازه خبرونه

د ایران او افغانستان ترمنځ مسافروړونکې الوتنې بیا پیل شوې

Published

on

(Last Updated On: وږی ۲۵, ۱۴۰۰)

سرچینو ويلي، چې په افغانستان کې د پخواني افغان حکومت له سقوط او د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته کابل هوایي ډګر ته د ایران لومړۍ مسافر وړونکې الوتکه رسېدلې ده.

د دغو سرچینو د څرګندونو له مخې، د چارشنبې پر سهار(د وږي ۲۴) د کابل هوایي ډګر ته د ماهان هوایي شرکت ایرانۍ الوتکه ورسېده.

دغه راز زیاته شوې؛ دا لومړی ځل دی د اشرف غني د حکومت له سقوط وروسته یوه هوایي الوتکه له ایران څخه کابل ته رادننه کیږي او بریالۍ ناسته تر سره کوي.

سرچینو په ډاګه کړې؛ په دې الوتنه کې ۱۹ مسافر کابل ته لیږدول شوي او دا مسافر وړونکې الوتکه بېرته مشهد ته راستنه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ د پاکستان نړیوال هوایي شرکت (پي آی ای) هم  کابل ته د الوتنو د بیا پیل اعلان کړی و.

Trending

Exit mobile version