سوداگري

د ایران او افغانستان د اوسپنیزې کرښې د نړیوالې هوکړې مسوده تصویب شوه

Published

on

د ایران پارلمان غړیو د ایران او افغانستان ترمنځ د نړیوالې اوسپنیزې کرښې د اړیکو د هوکړه لیک مسوده تصویب کړه.

نن (دوشنبه د غبرګولي ۱۰) د ایران پارلمان د علني ناستې په بهیر کې ودانیز کمیسیون د نړیوالې اوسپنیزې کرښې د اړیکو په اړه د ایران او افغانستان ترمنځ د هوکړه لیک مسوده وڅېړله او په پای کې ومنل شوه.

د ایران او افغانستان د حکومتونو ترمنځ  دغه هوکړه لیک یوه پیلیزه او ۱۲ مادې لري، چې یو او بل ته د اسنادو د ورکړې اجازه هم ورکوي.

د دغې هوکړې د لومړۍ مادې پر بنسټ دواړه لوري کولی شي د مسافرینو او توکو نړیوال لېږد ترسره کړي. دغه راز دواړه خواوو د مسافرینو او توکو د اړوند خدماتو د منلو او چمتو کولو هوکړه هم وکړه.

د ایران د اسلامي مشورتي شورا د ودانیز کمیسیون ویاند سید البرز حسیني ویلي، چې دغه تړون به د هېوادونو د اقتصادي هڅو پر پراختیا مثبت اغېز ولري.

هغه زیاته کړې، چې د دې تړون بله موخه داده، چې د بېخبنایي پروژو په پلي کولو کې د خصوصي سکتور وړتیاوو د کارولو لپاره د بحث او خبرو زمینه برابره شي.

Trending

Exit mobile version