تازه خبرونه
د ایران او افغانستان د ستونزو د حل لپاره خبرې اړینې دي – عراقچي
د ایران بهرنیو چارو وزیر وايي، چې هېواد یې له اسلامي امارت سره د مثبتو او رغنده اړیکو لرلو ته لیواله دی.
د ایران بهرنیو چارو وزیر ويلي؛ د ایران او افغانستان ترمنځ د ستونزو د اواري لپاره خبرې اړینې دي.
د ایران بهرنیو چارو وزیر وايي، چې هېواد یې له اسلامي امارت سره د مثبتو او رغنده اړیکو لرلو ته لیواله دی.
عباس عراقچي زیاته کړې؛ له تروریستي ډلو سره مبارزه، د مهاجرینو د مسلې حل، د ایران د حقونو خوندي کول، د سرحدونو امنیت، د سوداګرۍ او اقتصادي مسایلو وده دې ته اړتیا لري، چې کابل او تهران د ډیپلوماسۍ لار خپله کړي او د خبرو له لارې مسایل حل کړي.
عراقچي همدارنګه زیاته کړې، چې د اسلامي امارت له چارواکو سره یې په خپلو غونډو کې د هیرمند د سیند د حقآبې د ټړون په اړه د افغانستان د ژمنتیا غوښتنه وکړه.
هغه دا هم ویلي، چې له ایران څخه د غیرقانوني افغان کډوالو د باعزته راستنېدو لپاره دواړې خواوې پر ګډ پلان کار کوي.
کارپوهان په دې باور دي، چې د کابل او تهران ترمنځ د اړیکو پراخول د دواړو هېوادونو لپاره ګټور دي.
دوی وايي، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې مطبوعاتي اړخ لري او دا، چې له افغان کډوالو سره د ایران حکومت ناسم چلند د دې هېواد دوه مخیتوب څرګندوي.
عباس عراقچي د روانې اوونۍ د یکشنبې پر ورځ د یو سیاسي او اقتصادي پلاوي پر مشرۍ کابل ته راغی او د اسلامي امارت د رییس الوزراء په ګډون د بهرنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو له چارسمبالو سره ولیدل.
