سیمه ییز خبرونه
د ایران او امریکا له خبرو اترو وروسته د عمان سلطان مسکو ته سفر کوي
کریملین ویلي، چې سلطان به د سېشنبې پر ورځ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره خبرې وکړي.
د مسقط په منځګړیتوب د امریکا او ایران له اټومي خبرو اترو وروسته د عمان سلطان هیثم بن طارق السعید سبا دوشنبه مسکو ته سفر کوي.
کریملین ویلي، چې سلطان به د سېشنبې پر ورځ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره خبرې وکړي.
ایران او امریکا د شنبې پر ورځ په روم کې د تهران د اټومي کړکیچ د حل لپاره د خبرو نوی پړاو پیل کړ. په داسې حال کې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ کړی که ډیپلوماسي ناکامه شي؛ نو پوځي اقدام به وکړي.
د شنبې د ورځې له خبرو اترو مخکې، د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په مسکو کې له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره ولیدل.
له غونډې وروسته لاوروف وویل، چې روسیه “د ایران او امریکا په ګټه د مرستې، منځګړیتوب او هر هغه رول لوبولو ته چمتو ده.”
مسکو پخوا هم د ایران په اټومي خبرو اترو کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ویټو لرونکي غړي او د هغه پخواني تړون لاسلیک کوونکي په توګه رول لوبولی، چې ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې د خپلې لومړۍ دورې په بهیر کې پرېښود.
د عمان دولتي خبري سرچینې او کریملین د نورو جزئیاتو له ورکولو پرته ویلي، چې سلطان به د مسکو سفر په بهیر کې د سیمهییزو او نړیوالو مسلو په اړه پرهمکارۍ راوحرخیږي.
د کرملین د څرګندونو له مخې؛ دواړه مشران به د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو په اړه هم خبرې وکړي.