سیمه ییز خبرونه
د ایران او امریکا کړکېچ بیا پراخ شو؛ نوي بریدونه او د خبرو اترو ټکنی حالت
د کویټ چارواکو ویلي، چې ایران ته منسوب د راکټي او بېپیلوټه الوتکې د برید له کبله د کویټ نړیوال هوايي ډګر یوه برخه زیانمنه شوې او الوتنې تر بلې خبرتیا درول شوې دي.
د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو اترو په ټکني حالت کې د فارس خلیج پوځي کړکېچ یو ځل بیا پراخ شو؛ د نښتو د پراخېدا اندېښنې یې زیاتې او د تېلو نړیوالې بیې یې لوړې کړې دي.
د کویټ چارواکو ویلي، چې ایران ته منسوب د راکټي او بېپیلوټه الوتکې د برید له کبله د کویټ نړیوال هوايي ډګر یوه برخه زیانمنه شوې او الوتنې تر بلې خبرتیا درول شوې دي.
د رسمي سرچینو د څرګندونو له مخې، دې برید د لومړي ټرمینل تاسیساتو ته زیان رسولی او یو شمېر کسان په کې ټپیان شوي هم دي.
د بحرین پوځ هم د درې راکټونو او څو بېپیلوټه الوتکو له شنډولو خبر ورکړی دی.
بلخوا د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ (سینټکام) ویلي، چې د ایران لهخوا توغول شوي ځینې راکټونه هدف ته له رسېدو مخکې لوېدلي یا له منځه وړل شوي دي.
دغه راز سینټکام ویلي؛ امریکايي ځواکونو هغه څو ایراني بېپیلوټه الوتکې نسکورې کړې، چې په سیمه کې د ملکي بېړیو او امریکايي مورچلو پر لور روانې وې.
د دې بنسټ د څرګندونو له مخې، امریکا د ایران له بریدونو وروسته د هرمز تنګي ته نږدې د قشم ټاپو ځینې مورچلې پر نښه کړې دي.
په مقابل کې د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی، چې سپاه پاسداران په بحرین کې د امریکا د پېنځمې سمندري بېړۍ مرکز او ځینې نور پوځي هدفونه پر نښه کړي دي.
سپاه ویلي، دا بریدونه د قشم ټاپو په سویل کې د مخابراتي تاسیساتو پر وړاندې د امریکا د اقدام په ځواب کې شوي دي.
دا بدلونونه په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې تېره اوونۍ ایران او امریکا د جګړې د درولو لپاره د یوې لومړنۍ هوکړې له ترلاسه کېدو خبر ورکړی و؛ خو دغه هوکړه اوس هم نهده وروستۍ شوې او نه لاسلیک شوې ده.
ایراني رسنۍ وایي، چې په وروستیو ورځو کې د دواړو لوریو مستقیمې اړیکې درېدلې دي؛ خو ډونالډ ټرمپ ټینګار کړی، چې خبرې اترې اوس هم روانې دي.
د اختلاف له مهمو موضوعاتو یو هم د ایران اټومي پروګرام دی.
امریکا وایي؛ موخه یې دا ده، چې ایران اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا نهکړي؛ خو تهران ټینګار کوي، چې اټومي پروګرام یې یوازې ملکي او سولهییزې موخې لري.
ایران په خبرو اترو کې د تېلو له عوایدو څخه میلیارډونو ډالرو ته د لاسرسی، د تېلو پر صادراتو د محدودیتونو د کمېدو، پر بندرونو د فشارونو لرې کېدو او پر هرمز تنګي د خپل نفوذ د ساتلو غوښتنه کړې ده.
هرمز هغه سټراټیژیکه لاره ده، چې د نړۍ د تېلو او ګازو د صادراتو لویه برخه ترې تېرېږي.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، واشنګټن به یوازې هغه وخت د بندیزونو له کمولو سره هوکړه وکړي، چې ایران خپل اټومي فعالیتونه ودروي.
هغه دا ادعا هم کړې، چې جګړه پای ته رسېدلې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې پر لبنان بریدونه روان دي. لبناني سرچینې وایي، چې اسرائیل د امریکا پر منځګړیتوب پر اعلان شوي نسبي اوربند سربېره د لبنان سوېلي سیمې تر بریدونو لاندې راوستې دي. یونیسف هم خبرداری ورکړی، چې د نښتو پراخېدل او د لېږد رالېږد ګډوډي زیانمنو هېوادونو ته د بشري مرستو د رسولو بهیر له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.