سیمه ییز خبرونه

د ایران اټومي پروګرام د نه‌ستنېدو نقطې ته نږدې کیږي – مکرون

هغه په بېلابېلو هېوادونو کې د فرانسې د سفیرانو غونډې ته ویلي: فرانسه باید د ایران په اړه د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ادارې سره ستراتیژیکې خبرې اترې ولري.

Published

on

د دوشنبې پر ورځ ( د مرغومي اوولسمه ) د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون ادعا وکړه، چې د ایران اټومي پروګرام د نهستنېدو نقطې ته نږدې کیږي.

هغه په بېلابېلو هېوادونو کې د فرانسې د سفیرانو غونډې ته ویلي: فرانسه باید د ایران په اړه د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ادارې سره ستراتیژیکې خبرې اترې ولري.

دې لوړپوړي فرانسوي چارواکي ادعا کړې: ” مشران باید له ځانه وپوښتي، چې آیا دوی د ۲۰۲۵ کال له اوکټوبر څخه مخکې د ایران پروړاندې د بندیزونو د بیا‌لګولو لپاره میکانیزم رامنځته کړی او که نه.”

د فرانسې ولسمشر د ایران د اټومي پروګرام ګړندیتوب او په اوکراین کې له جګړې څخه ملاتړ ته په نغوته(اشاره) کې ویلي، چې ایران په منځني ختیځ کې تر ټولو ستراتیژیکه او امنیتي ننګونه ده.

مکرون ادعا کړې: ” ایران د فرانسې، اروپا، ټولې سیمې او نورو خواوو ته اصلي ستراتیژیکه او امنیتي ننګونه ده او دا به یې د امریکا له نوي حکومت سره د خبرو اصلي موضوع وي.”

Trending

Exit mobile version