تازه خبرونه

د ایران بهرنیو چارو وزارت سلاکار په کابل کې له امیر خان متقي سره وکتل

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې: په دې کتنه کې، چې نن (پنجشنبه د وري څوارلسمه) ترسره شوه؛ امیر خان متقی له ایران سره د افغانستان اړیکې پراخې وبللې او ټینګار یې وکړ، چې دواړه هېوادونه باید له شته فرصتونو څخه ډېره ګټه پورته کړي.

Published

on

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي(سرپرست) امیر خان متقي د ایران بهرنیو چارو وزارت له سلاکار محمد رضا بهرامي سره وکتل او دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو د نوي پړاو، وروستیو بدلونونو، اوبو او د افغان کډوالو د وضعیت په اړه خبرې وکړې.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې: په دې کتنه کې، چې نن (پنجشنبه د وري څوارلسمه) ترسره شوه؛ امیر خان متقی له ایران سره د افغانستان اړیکې پراخې وبللې او ټینګار یې وکړ، چې دواړه هېوادونه باید له شته فرصتونو څخه ډېره ګټه پورته کړي.

د ایران بهرنیو چارو وزارت سلاکار همداراز ویلي، چې کابل ته د ایران بهرنیو چارو د وزیر له سفر سره په دوه اړخیزو اړیکو کې نوی پړاو پیل شوی دی.

هغه ټینګار وکړ، چې دواړه هېوادونه کولی شي دوه اړخیزې چارې غوره مدیریت کړي.

Trending

Exit mobile version