سیمه ییز خبرونه
د ایران بهرنیو چارو وزیر د ټرمپ وژل رد کړل
عباس عراقچي په انګلیسي ژبه په یوه څرګندونه کې، چې د شنبې پر ورځ ( د لړم نولسمه ) په ټولنیزو شبکو کې خپره شوه؛ اسرائیل په دې موضوع کې پر لاس لرلو تورن کړل.
د ایران بهرنیو چارو وزیر هغه تور رد کړ، چې د امریکا عدلیې وزارت د ډونالډ ټرمپ د وژنې پر تړاو د سپاه پاسداران درې کسان تورن اعلان کړي وه.
عباس عراقچي په انګلیسي ژبه په یوه څرګندونه کې، چې د شنبې پر ورځ ( د لړم نولسمه ) په ټولنیزو شبکو کې خپره شوه؛ اسرائیل په دې موضوع کې پر لاس لرلو تورن کړل.
هغه دې ته په نغوته کې؛ هرڅوک پوهیږي، چې چا او ولې په تهران کې د لوړې له مراسمو سمدستي وروسته د اسماعیل هنیه د وژلو هڅه وکړه، ولیکل: اوس یو بل غوراوی له نوې سناریو سره رامنځته شوی دی.
اسماعیل هنیه، د حماس یو مشر، چې د امریکا او اروپایي ټولنې لخوا یوه ترهګره ډله ګڼل کیږي؛ د روان کال د اسد پر لسمه په تهران کې ووژل شو.
یوه ورځ مخکې هم د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقائي د اسرائیلو دا تورونه د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ د پېچلي کولو لپاره یوه هڅه یاده کړې وه.
د امریکا عدلیې وزارت د جمعې پر ورځ فرهاد شاکري نومی کس او د هغه دوه ملګري د ډونلډ ټرمپ د وژلو او نورو دسیسو په خاطر د سپاه پاسداران له پلانونو سره د تړاو پزر تور مجرم اعلان کړل.
عباس عراقچي پر ایران تورونه “یوه خندوونکې هڅه بللي او لیکلي یې دي؛ د یوه فرضي قاتل، چې په ایران کې ناست دی او له FBI سره آنلاین خبرې کوي، مرکه د باور وړ نده.
د نیویارک د منهټن فدرالي محکمې د اسنادو له مخې، چې د جمعې پر ورځ خپاره شول؛ فرهاد شاکري، چې اوس په ایران کې دی له FBI سره پېنځه ټیلیفوني مرکې کړي دي.
د دغو اسنادو له مخې؛ فرهاد شاکري ویلي، چې له FBI سره په مرکه کې د همدې لپاره ګډون کوي، څو له قانون پلي کوونکو سره د همکارۍ له لارې د امریکا په زندانونو کې د بند سزا کمولو لاره ومومي.
د محکمې په اسنادو کې د دې زنداني هویت ندی ذکر شوی او یوازې د «شخص-۱» په نوم یاد شوی دی.
عباس عراقچي د ډونلډ ټرمپ د وژلو لپاره پر ایران تورونه رد کړي او هغه یې بې بنسټه بللي دي.
له دې مخکې هم د ایران مشر څو ځله د ډونالډ ټرمپ په اړه ټوکې ټکالې کړې وې او وړاندویېنه یې کړې وه، چې بېرته به سپینې ماڼۍ ته نه ورځي.
