سیمه ییز خبرونه

د ایران خارک ټاپو به له خاورو سره خاورې شي – ډنالډ ټرمپ

خارک ټاپو د ایران د نفتو له مهمو صادراتي مرکزونو څخه دی او د ایران، امریکا او اسرائیلو ترمنځ د جګړې له پیل مخکې د دغه هېواد شاوخوا ۹۰ سلنه نفت له همدې ټاپو صادرېدل. پر خارک برید کولی شي د ایران د نفتو صادرات او اقتصاد له جدي ستونزو سره مخ کړي.

Published

on

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې، چې د ایران د نفتو پر مهم مرکز خارک ټاپو؛ بریدونه شوي دي.

ټرمپ په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي:« خارک ټاپو به له خاورو سره خاورې شي» خو د برید د څرنګوالي او اوښتو زیانونو په اړه یې نور جزئیات نه‌دي ورکړي.

هغه دغه لیکنه د سختو چاودنو له یوې ویډیو سره خپره کړې ده.

رویټرز څرګنده کړې، ښايي دا ویډیو د مصنوعي ځیرکتیا پر مرسته جوړه شوې وي.

سپینې ماڼۍ او د امریکا دفاع وزارت هم د ټرمپ د دغې ادعا په اړه څه نه‌دي ویلي.

خارک ټاپو د ایران د نفتو له مهمو صادراتي مرکزونو څخه دی او د ایران، امریکا او اسرائیلو ترمنځ د جګړې له پیل مخکې د دغه هېواد شاوخوا ۹۰ سلنه نفت له همدې ټاپو صادرېدل. پر خارک برید کولی شي د ایران د نفتو صادرات او اقتصاد له جدي ستونزو سره مخ کړي.

 

په هرمز تنګي کې نښتې

 

دغه راز یوه امریکايي چارواکي ویلي، چې د دې هېواد ځواکونو د هرمز تنګي ته نږدې په لارک ټاپو کې د ایران دوه توغندي ویشتونکي پر نښه کړي دي.

د دې چارواکي د څرګندونو له مخې، د سپاه پاسداران ځواکونه په هرمز تنګي کې د راکټونو توغولو او سمندري ماینونو د ځای پر ځای کولو لپاره چمتووالی نیوه.

ایران په غبرګون کې د اردن پر دوه امریکايي پوځي اډو بالسټیک توغندي توغولي دي.

د اردن دولتي ټلوېزیون ویلي، چې د دغه هېواد ځواکونو هغه اته توغندي شنډ کړي، چې د دوی هوايي حریم ته ننوتي وه.

سپاه پاسداران هم ویلي، چې په دغو بریدونو کې یو شمېر سرتېري او ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان دي او تهران به دغو بریدونو ته ځواب ورکړي.

د امریکا مرکزي قومندانۍ ویلي، چې د سپاه پاسداران د ماین اېښودونکو ځواکونو پر وړاندې یې بریدونه «محدود او دقیق» ول او په هرمز تنګي کې د« نږدې ګواښ» د مخنیوي لپاره ترسره شوي دي.

همدارنګه د بېړیو د تګ راتګ معلومات ښيي، چې د هرمز تنګي له لارې د سوداګریزو بېړیو تګ راتګ د اوونۍ د پای په ورځ کې شاوخوا پېنځه بېړیو ته راټیټې شوې دي. ځینو بېړیو هم د بریدونو د مخنیوي لپاره خپل د اتومات پېژندنې سیسټمونه بند کړي دي.

هرمز تنګی د نړۍ له اړینو انرژۍ لېږدونکو لارو څخه دی او د جګړې له پیل مخکې د نړۍ نږدې پېنځمه برخه خام نفت او طبیعي مایع ګاز له همدې لارې لېږدول کېدل.

Trending

Exit mobile version