نړۍ

د ایران د الوتکې له ګواښ وروسته په هامبورګ هوايي ډګر کې ځنډېدلې الوتنې بېرته پیل شوې

Published

on

(Last Updated On: تله ۱۸, ۱۴۰۲)

د جرمني د هامبورګ په هوايي ډګر کې د هوايي ترافیک یو ویاند د دوشنبې پر ورځ رویترز ته ویلي؛ د تهران د الوتکې له ګواښه پولیسو هوایي ترافیک وځنډول؛ خو د الوتکې له پلټنې وروسته په دې هوایي ډګر کې ترافیکي خدمات بېرته پیل شول.

د جرمني د فدرالي پولیسو ویاند له دې مخکې ویلي وه، چې د برښنالیک له لارې د برید د ګواښ له ترلاسه کولو وروسته یې د تهران د ۱۹۸ مسافرینو الوتکه، چې د آلمان په همبورګ هوایي ډګر کې راکښته شوې وه؛ پوره وپلټل شوه.

د پولیسو ویاند رویترز ته ویلي، چې پولیسو له مسافرینو سره مرکه کړې: کله، چې ګواښ جدي وارزول شي؛ نو دا بیا یوه عادي کړنلاره ده.

د جرمني هوايي ځواک په ایکس پاڼه کې ویلي وه، چې الوتکه یې له هغې وروسته راکښته کړه، چې د برلین په ختیځ کې د جرمني هوايي حریم ته د بم د ګواښ له کبله؛ راننوتې وه.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي کله، چې پلټونکي پلټنه کوي؛ د الوتنو تګ راتګ ورسره ناشونی دی.

دا خبر په هامبورګ کې د جرمني د لومړي وزیر اولاف شولز او د فرانسې د ولسمشر امانوئل مکرون د یوې ځانګړې غونډې پر لومړۍ ورځ خپور شو.

Trending

Exit mobile version