تازه خبرونه

د ایران د سرحدي ځواکونو لخوا د افغان کډوالو د وژنې پېښه دې وڅېړل شي- پمبیو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۸, ۱۳۹۹)

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پر افغان چارواکو غږ کړی، چې له ایران سره پر خپله ګډه پوله د ایران د سرحدي ځواکونو لخوا د افغان کډوالو د وژنې پېښه چټکه وڅېړي.

ښاغلي‌ پومپیو پرون په واشنګټن کې یوې خبري غونډې ته ویلي؛ د ایراني ځواکونو لخوا د افغان کډوالو ځورونې، کړونې او وژنې راپورونو سخت خواشینی کړی دی.‌

نوموړي افغان حکومت وهڅاوه، چې دا موضوع چټکه وڅاري‌ او له مجرمینو سره دې قانوني چلند ترسره شي.‌

دغه راز په افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازولۍ هم پرون ویلي؛ د افغانستان او ایران تر منځ د پولې په اوږدو کې د یو شمېر افغان کډوالو برخلیک حیران کړي دي.

دغې ټولنې په یوه ټویټ کې د پېښې په اړه د یوې بشپړې څېړنې غوښتنه کړې او په وینا یې د بشپړې روڼتیا هیله کوي.

په پیغام کې دغه راز څرګنده شوي؛ اروپايي ټولنه د افغان حکومت له هغو هڅو ملاتړ کوي، چې له ایران او پاکستان څخه یې د افغانانو د ستنېدو لپاره تر سره کوي.

د پیغام د څرګندونو له مخې؛ ګرځنده خلک انسانان دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د یوه رسمي یادښت په ترڅ کې افغان لوري ته د وروستۍ پېښې په تړاو د ګډو څېړنو د تر سره کولو ډاډ څرګند کړی دی.

د یادونې ده، چې د ایران سرحدي ځواکونو د یکشنبې پر ورځ دا راپورونه رد کړل، چې ګواکې دې ځواکونو ایران ته اوښتونکي یو شمېر افغان کډوال سیند ته غورځولي او وژلي یې دي.

Trending

Exit mobile version