لوبی

د ایران د فوټبال لوبغاړې د جنسیت معلومولو لپاره دې څېړنه وشي – اردن

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲۵, ۱۴۰۰)

فرانس ۲۴ څرګنده کړې؛ اردن له آسیا فوټبال کنفډراسیون (ای اف سي) څخه وغوښتل، چې د ایران د ښځینه فوټبال لوبډلې ​​د ورساتونکې( ګول کیپر) د جنسیت معلومولو لپاره دې څېړنې پیل کړي.

ایران د سپټمبر پر ۲۵ له ګول وهنې پرته مساوي کیدو وروسته اردن ته ۲-۴ د پنالټي پر ترسره کولو اردن ته ماته ورکړه او د لومړي ځل لپاره یې د میرمنو ۲۰۲۲ آسیا کپ ته لاره پیدا کړه.

د اردن د فوټبال ټولنې مشر شهزاده علي بن الحسین د یکشنبې پر ورځ په یوه ټویټ کې د ایران ورساتونکې تر پوښتنې لاندې ونیوله او د جنسیت د تصدیق غوښتنه یې وکړه.

هغه زیاته کړې، چې ورساتونکی نرینه دی؛ خو د میرمنې په بڼه راښکاره شوی.

فرانس ۲۴ په ډاګه کړی، چې حسین دا مسله اړینه نومولې ده.

د ایران لوبډلمشرې مریم ایراندوست دغه تورونه رد کړل.

ایراندوست د یکشنبې پر ورځ ورزش ۳ خبري سایټ ته ویلي: طبي کارکوونکیو د ملي لوبډلې د هر لوبغاړی هورمونونه معاینه کړي او په دې اړه کومه ستونزه نشته او زه ټولو مینه والو ته د اندېښنې نه کولو ډاډ ورکوم.

نوموړې زیاته کړې؛ مونږ به په دې اړه که د آسیا فوټبال کنفډراسیون یې وغواړي له وخت ضایع کولو پرته هر راز اسناد چمتو کولی شو.

د ایران ورساتونکې زهره کودايي د اردن لوبډلې د دوه ګولونو مخه پخپله وړتیا ونیوله او ایران یې موخې ته ورساوه.

د اردن فوټبال ټولنې ادعا کړې، چې د ایران ښځینه لوبډله د جنسیت او ډوپینګ روښانه تاریخ لري او د دغه بهیر د څېړلو غوښتنه یې کړې.

ټاکل شوې، چې د میرمنو ۲۰۲۲ آسیا کپ د سیالیو کوربتوب به په جنوري میاشت کې هند پرغاړه ولري.

Trending

Exit mobile version