ساینس او ​​ټیکنالوژي

د ایران د مذهبي مشر اړوند ټویټرپاڼه وتړل شوه

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۲۶, ۱۴۰۰)

د ټویټر ټولنیزې شبکې څرګنده کړې، چې د ایران د مذهبي مشر آیت الله علي خامنه يي اړوند ټویټرپاڼه د تل لپاره وتړل شوه.

د دغې شبکې ویاند فرانس پرس ته ویلي، چې له پالیسۍ څخه د سرغړونې له کبله یاده ټویټرپاڼه له تلپاتي ځنډ سره مخ شوه.

دا کړنه له هغې وروسته رامنځته شوه، چې آیت الله علي خامنه يي پر ټویټرپاڼې د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وژنې په اړه یو کارتوني فلم خپور کړ.

د ټویټر چارواکو ویلي، چې د خامنه يي ټویټرپاڼه له ځینو محدودیتونو څخه د سرغړونې له کبله بنده شوې ده.

په ایران کې د خامنه ای خبري مرکز د ایران د سپاه پاسداران د قدس څانګې د قومندان قاسم سلیماني د وژل کېدو د کلیزې پر مناسبت یو کارتوني فلم خپور کړ، چې په فلوریډا ښار کې د ډونالډ ټرمپ استوګنځی پر ډرون برید له منځه وړل کیږي.

قاسم سلیماني د ۲۰۲۰ زېږدیز کال د جنورۍ په میاشت کې د بغداد د هوایي ډګر په څنډه کې د ډونالډ ټرمپ په سپارښتنه په یو هوایي برید کې ووژل شو.

ایراني چارواکو په وار وار ویلي، چې له ډونالډ ټرمپ به غچ واخلي.

Trending

Exit mobile version