سیمه ییز خبرونه
د ایران د پخواني ولسمشر رییسي د چورلکې د غورځېدو وروستۍ پایلې اعلان شوې
د ایران د دولتي ټلویزیون د څرګندونو له مخې: وروستی راپور پای ته رسیدلی؛ چورلکه د خرابې هوا او اقلیمي شرایطو له کبله راغورځېدلې ده.
رویټرز د یکشنبې پر ورځ د ایران د دولتي ټلویزیون د څرکندونو له مخې ویلي؛ د دې هېواد د پخواني ولسمشر رییسي د چورلکې غورځیدل د خرابې هوا له کبله رامنځته شوي، چې په کې رییسي او ورسره مل پلاوی مړه شوي دي.
د ایران د دولتي ټلویزیون د څرګندونو له مخې: وروستی راپور پای ته رسیدلی؛ چورلکه د خرابې هوا او اقلیمي شرایطو له کبله راغورځېدلې ده.
د ایران د پوځ د پېښې د څېړلو عالي کمیټې په خپور شوي راپور کې راغلي، چې د رییسي او د هغه د ملګرو د سپرلۍ چورلکه د سخت غبار او خرابې هوا له کبله له غره سره لګېدلې ده.
د پېښې د څېړنو بورډ په پېښه کې د هر ډول ناوړه لوبې یا برید خبره رد کړې ده.
د ایران د پوځ په یوه لومړني راپور کې، چې هغه مهال خپور شوی و هم په پېښه کې د ناوړه لوبې یا برید له شواهدو څه ویل شوي نهول.
د ایران سخت دریځی ولسمشر ابراهیم رییسي، چې د مذهبي مشر ایت الله علي خامنهيي د احتمالي ځایناستي په توګه هم ورته کتل کیدل؛ د روان کال په می کې هغه مهال مړ شو، چې چورلکه یې د آذربایجان پولې ته نږدې په یوه غرنۍ سیمه کې راوغورځېده.
