تازه خبرونه
د ایران د پوځ مرستیال په کابل کې له خپل سیال سره وکتل
د ایران د وسلهوالو ځواکونو د ستر درستیز مرستیال بهرام حسیني مطلق د شنبې پر ورځ ( د غویی ۳۰) کابل ته راغلی او د اسلامي امارت د ستر درستیز له مرستیال مالي خان صدیق سره یې وکتل.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې، د ستر درستيز مرستيال مالي خان صدیق د ايران پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د دواړو ګاونډ هېوادونو ترمنځ د همکاريو او ښو اړيکو يادونه وکړه او څرګندوي؛ اسلامي امارت تل د ایران له اسلامي جمهوريت سره د ښو اړيکو غوښتونکى دى او په بېلابېلو برخو کې نورو ډېرو همکاریو ته ژمن دی.
د ایران د ستر درستیز مرستیال بهرام حسیني مطلق او ورسره مل پلاوي په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو ژمنې مثبتې و ارزولې او د اړيکو د پياوړتيا ډاډ يې څرګند کړ.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د سرحدي ستونزو پر اواري، د ګډو همکاريو پر پياوړتيا او د خبرو اترو له لارې د خپلو ستونزو پر حلولو ټينګار وکړ.
په دې ناسته کې د کورنیو چارو وزارت، د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت، د کرنې او ځمکو وزارت یو شمېر سرحدي مسوولینو هم حضور درلود.
دا په داسې حال کې ده، چې ایران یو ځل بیا له تېرو څو ورځو راپدیخوا د افغانستان د هلمند په اوبو کې د خپل حق پر غوښتنې سربېره د کډوالو د مخ پر زیاتېدونکي بهیر او سرحدي مسایلو د حقونو غږ راپورته کړی دی.