تازه خبرونه
د ایران رهبر د ترور له وېرې خپلې برښنایي اړیکې پرې کړي
دې ورځپاڼې لیکلي: ” د ایران رهبر علي خامنهیی ځمکې په یوه تلخونه کې پټ شوی او د ترهګرۍ د ویرې له کبله یې خپل ټول برښنایي مخابرات قطع کړي دي.”
نیویارک ټایمز راپور ورکړی، چې د ایران رهبر د ترور له وېرې خپلې ټولې برښنایي اړیکې پرې کړې دي.
دې ورځپاڼې لیکلي: ” د ایران رهبر علي خامنهیی ځمکې په یوه تلخونه کې پټ شوی او د ترهګرۍ د ویرې له کبله یې خپل ټول برښنایي مخابرات قطع کړي دي.”
د ورځپاڼې د څرګندونو له مخې: لکه څنګه، چې پر ایران د اسرائیلو بریدونه دوهیمې اوونۍ ته ننوځي؛ د ایران رهبر علي خامنهیی هېواد د ځمکني پټنځای څخه اداره کوي او د بدترین حالت سناریوګانو لپاره چمتووالی نیسي.
په راپور کې راغلي: “د ایران رهبر اوس له خپلو پوځي قومندانانو سره ډېری وخت د یو باوري مرستیال له لارې اړیکه نیسي.”
راپور دا هم څرګنده کړې، چې خامنهیی د کودتا په صورت کې روسیې ته د تېښتې لپاره چمتووالی پیل کړی دی.
د ورځپاڼې پر وینا، ۸۶ کلن ایرانی رهبر، چې په یوه ځمکني پټنځای کې دی؛ نه یوازې د مهمو قومندانانو د مړینې په صورت کې د خپلو پوځي ځای ناستو په اړه پرېکړه کړې، بلکې په یوه بې ساري اقدام کې یې درې لوړ پوړي عالمان د خپلو ځای ناستو په توګه ټاکلي دي.
