سیمه ییز خبرونه
د ایران ستر مذهبي مشر په تهران کې د حماس له لوړ پوړو مشرانو سره وکتل
خامنهيي د حماس او اسرائیلو ترمنځ روان جنګ ته نغوته(اشاره) کړې او له اسرائیلو او امریکا سره د دې فلسطیني ډلې په مبارزه کې یې د ایران پر ملاتړ ټینګار وکړ او وایي: ” تاسې صهیونیسټ رژیم (اسرائیل) ته ماتې ورکړه، چې په حقیقت کې دا د امریکا ماتې وه. تاسې اجازه ورنکړه، چې خپلې موخې ترلاسه کړي.”
د ایران رسنیو راپور ورکړی، چې د ایران ستر مذهبي مشر علي خامنهیي په تهران کې د حماس د لنډمهاله مشر خلیل الحیا او د دې فلسطیني غورځنګ له دوه نورو لوړ پوړو چارواکو سره ولیدل.
خامنهيي د حماس او اسرائیلو ترمنځ روان جنګ ته نغوته(اشاره) کړې او له اسرائیلو او امریکا سره د دې فلسطیني ډلې په مبارزه کې یې د ایران پر ملاتړ ټینګار وکړ او وایي: ” تاسې صهیونیسټ رژیم (اسرائیل) ته ماتې ورکړه، چې په حقیقت کې دا د امریکا ماتې وه. تاسې اجازه ورنکړه، چې خپلې موخې ترلاسه کړي.”
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې؛ د حماس مشرانو، چې په کې د حماس د مشرتابه شورا مشر محمد اسماعیل دروېش او د دې ډلې یو لوړ پوړي چارواکی نزار عوضالله د غونډې په بهیر کې د غزې او لویدیځې غاړې د اوسني وضعیت او د دوی د لاسته راوړنو په اړه راپور وړاندې کړ.
د حماس لنډمهاله مشر خلیل الحیا د غونډې په جریان کې د ایران له ملاتړ ستاینه وکړه.
خامنهيي د ایران پر وړاندې د امریکا د ګواښونو په ځواب کې اعلان وکړ: “د ایران پر وړاندې د امریکا ګواښونه زمونږ د ملت پر ذهنیت هیڅ اغېزه نلري.”
د ایران د مذهبي مشر او حماس د چارواکو ترمنځ دا لیدنه په داسې وخت کې تر سره کیږي، چې د اسرائیلو او حماس ترمنځ د اوربند تړون د لاسلیک په پایله کې د دواړو خواوو ترمنځ د یرغمل شویو کسانو تبادله روانه ده.
بنیامین نتنیاهو امریکا ته د خپل وروستي سفر او له ډونالډ ټرمپ سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې د غزې اوسیدونکي دې سعودي عربستان ته ولیږدول شي.
د امریکا ولسمشر ویلي، چې په غزه کې د جګړې له پای ته رسېدو وروسته به امریکا دغه سیمه ونیسي.