تازه خبرونه
د ایران سرحدي ځواکونو افغان کډوال د هریرود سیند ته غورزولي – ادعاوې
د هرات د ګلران ولسوالۍ یو شمېر اوسیدونکیو ادعا کړې، چې د ایران سرحدي ځواکونو شاوخوا ۵۰ افغان کارګر، چې غوښتل یې په ناقانونه توګه ایران ته واوړي؛ نیولي او بیا یې د هریرود سیند ته غورزولي دي.
دوی په ډاګه کړې، چې سیند ته په غورزول شویو کسانو کې ۱۲ کسان دوی ژغولي، اووه نور مړه شوي او پاتې تري تم دي.
د هرات د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، پېنځه مړي روغتون ته لیږدول شوي او ښکاري، چې هغوی په اوبو کې ډوب او مړه شوي دي.
د سیمې د خلکو د څرګندونو له مخې؛ دا مړي د خپلوانو له لوري روغتون ته انتقال شوي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه د “بېړنیو پلټنو” لارښوونه کړې ده.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ایران د سرحد په اوږدو کې د یو شمېر افغانانو د وژلو په اړه خپرو شویو راپورونو اندېښمن کړي او وايي، چې د پېښې پلټنه به کوي.
وزارت د شنبې پر ورځ د می ۲ او د غويي۱۳ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر یوه څېړنیزه ډله ګمارلې، چې پلټنې وکړي.
ویل کیږي، چې دا پېښه د پولې په دهن ذوالفقار سیمه کې رامنځته شوې؛ خو په هرات کې د ایران قونسلګرۍ دا خبر ردوي او وايي، چې هلته داسې کومه پېښه نده شوې.
د ایران قونسلګرۍ په اعلامیه کې راغلي، چې په دې اړه یې افغان حکومت هم خبر کړی دی؛ خو د هرات ولایت چارواکي وايي، چې په دې اړه یې پلټنې پیل کړي او جزئیات به یې وروسته په ډاګه شي.