تازه خبرونه
د ایران سرحدي ځواکونو قومندان د افغانانو ډلهییزې وژنه رد کړه
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت بېلابېلو حکومتي ادارو او ډیپلوماټیکو استازولیو په دې اړه هراړخیزه څېړنه پیل کړې ده.
د ایران سرحدي ځواکونو قومندان برید جنرال رضا شجاعي د چارشنبې پر ورځ ناوخته هغه ادعاوې رد کړې، چې ګواکې ایراني ځواکونو په سیستان بلوچستان ولایت کې پر شاوخوا ۳۰۰ کسیزې ډلې افغان مهاجرو ډزې کړي او مرګ و ژوبله یې وراړولې ده.
د چارشنبې پر ورځ سهار وختي داسې راپورونه خپاره شول، چې د ایران او پاکستان پولې ته څېرمه ایراني ځواکونو ۲۶۰ افغان کډوال پر ډزو وژلي دي.
د ایران د بشري حقونو بنسټ حالوش د دوه تورنو ژوندي پاتې کسانو د څرګندونو له مخې له یادې ادعا پرده پورته کړه.
د حالوش دې څرګندونې په ټولنیزو رسنیو کې غصه او بېلابېل غبرګونونه راپارول؛ خو ایراني چارواکو دا ادعاوې رد کړې دي.
د سیستان او بلوچستان ولایت د سرحدي ځواکونو قومندان رضا شجاعي وايي؛ په دې ادعاوو کې هیڅ حقیقت نشته او څرګندوي، چې ایران تل د افغان کډوالو هرکلی کړی او بشري حقونو ته یې درناوی خپل حق بولي.
هغه ویلي، چې دا ادعاوې د ایران او افغانستان ترمنځ د نفاق اچولو هڅه ده.
د افغانستان لپاره د واشنګټن پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د دې ادعاوو په اړه خپل ځانګړی غبرګون ښودلی او د پنجشنبې پر سهار یې د ایکس په یوه پوسټ کې څرګنده کړې: که د ایران لخوا د افغان کډوالو د وژلو راپور رښتیا شي؛ نو دا وحشت به ایران ته ناوړه پایلې ولري.
هغه زیاته کړې: د مګړې ایران دا پېښه ردوي.
اسلامي امارت د چارشنبې پر ورځ ناوخته تائید کړه، چې د دغو تورونو په اړه یې پلټنې پیل کړي دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت بېلابېلو حکومتي ادارو او ډیپلوماټیکو استازولیو په دې اړه هراړخیزه څېړنه پیل کړې ده.
دا، چې پېښه د افغانستان له پولو هاخوا په ایران کې رامنځته شوې او په اړه یې معلومات هم نا تائید شوي دي؛ نو اسلامي امارت ویلي؛ د حقایقو له بشپړ وضاحت وروسته به بیا وروستۍ پرېکړه وشي.
