سیمه ییز خبرونه
د ایران سپاه پاسداران پر حزب الله له برید وروسته پر مخابراتي وسایلو بندیز ولګاوه
یو له دغو امنیتي چارواکو څخه، چې نوم یې په ډاګه شوی دی، دې خبري سرچینې ته ویلي: د سپاه پاسداران لخوا نه یوازې د مخابراتي وسایلو، بلکې د ټولو وسایلو د ارزونې پراخه کتنه روانه ده.
رویټرز خبري سرچینې د دوه لوړ پوړیو ایراني امنیتي چارواکو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې تېره اوونۍ د لبنان د حزب الله د غړیو د زرګونه پیجرونو له چاودنې وروسته د ایران سپاه پاسداران خپلو ټولو غړیو ته د هر راز ارتباطي وسایلو له کارولو څخه د ډډې کولو سپارښتنه کړې ده.
یو له دغو امنیتي چارواکو څخه، چې نوم یې په ډاګه شوی دی، دې خبري سرچینې ته ویلي: د سپاه پاسداران لخوا نه یوازې د مخابراتي وسایلو، بلکې د ټولو وسایلو د ارزونې پراخه کتنه روانه ده.
هغه زیاته کړې: ډېر دا وسایل یا پر لاس جوړ شوي او یا له چین او روسیې څخه وارد شوي دي.
یاد چارواکي دا هم ویلي، چې ایران د اسرائیلو د نفوذ په اړه اندېښمن دی او د دې پوځي ادارې د منځنیو او لوړ پوړیو غړیو په اړه څېړنې پیل شوې دي.
دې امنیتي چارواکي زیاته کړې: په دې څېړنه کې له بهر هم د خلکو د بانکي حسابونو لټون او همدارنګه د هغوی او د هغوی د کورنیو د سفري تګ راتګ تر پلټنې لاندې دی.
د ایران بهرنیو چارو، دفاع او کورنیو چارو وزارتونو په دې اړه څه ندي ویلي.
تېره سېشنبه په یوه همغږي برید کې د لبنان د حزب الله د غړیو پیجري وسایل والوځول شول، چې بیا ترې یوه ورځ وروسته هم د حزب الله سلګونه پیجرونه والوځول شول.
په دغو بریدونو کې ۳۹ کسان ووژل شول او له ۳۰۰۰ ډېر نور ټپیان دي.
د لبنان حکومت او حزب الله ويلي، چې د دغو بریدونو تر شا د اسرائیلو لاس دی؛ خو اسرائیلو په دې برید کې خپل لاس لرل نهرد کړي او نهیې هم تائید کړي دي.
له رویټرز سره په خبرو کې د ایران یاد امنیتي چارواکي په دې اړه له جزئیاتو ورکولو ډډه کړې، چې بیا د سپاه پاسداران ځواکونه اړیکه څنګه نیسي.
سپاه پاسداران ۱۹۰ زره کارکوونکي لري.
هغه ویلي، اوسمهال مونږ د پیغام رسولو په سیسټمونو کې نړیوال کوډونه کاروو.
د همدې چارواکي د څرګندونو له مخې؛ د ایران د واکمنې دستګاه په منځ کې پراخې اندېښنې شته دي.
همداراز د دغه راپور له مخې؛ د سپاه پاسداران چارواکو د تخنیکي کتنو لپاره له حزب الله سره اړیکې نیولی او د چاودېدونکیو توکو څو بېلګې یې ایراني کارپوهانو ته د څېړنو لپاره استولي دي.
دغه راز هغه بل ایراني چارواکي ویلي، چې د ایران اصلي اندېښنه د ایران د اټومي او توغندیزو تاسیساتو په ځانګړي توګه د ځمکې لاندې تاسیساتو ساتنه ده.
له تېر کال راپدېخوا په دغو ځایونو کې امنیتي تدابیر د پام وړ ډېر شوي دي.
هغه ویل، چې د اوس په شان سخت امنیتی تدبیرونه هیڅکله نهول او په لبنان کې د پیجرونو له چاودنو وروسته امنیتی تدبیرونه له پخوا ېر شوي دي.