سیمه ییز خبرونه
د ایران ملاتړي هېوادونه به له اقتصادي اغېزو سره مخ شي – ټرمپ
په دې جګړه کې زرګونه کسان وژل شوي او نښتو د خلیج هېوادونه هم راښکېل کړي دي. د نړۍ بازارونه هم وروسته له هغې له اقتصادي ټکانونو سره مخ شول، چې ایران د هرمز تنګي له لارې د بېړیو د تګ راتګ د کنټرول وړتیا وښوده. له فبرورۍ مخکې د نړۍ د تېلو د سوداګرۍ شاوخوا پېنځمه برخه له همدې لارې تېرېده.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی: هر هغه هېواد، چې ایران ته«هر ډول د ژغورنې لار او حیاتي مرستې» برابروي؛ له اقتصادي اغېزو سره به مخ شي. دا په داسې حال کې ده، چې امریکا هڅه کوي هغه جګړه پای ته ورسوي، چې نږدې شپږ میاشتې مخکې یې له اسرائیلو سره یوځای پیل کړې ده.
په دې جګړه کې زرګونه کسان وژل شوي او نښتو د خلیج هېوادونه هم راښکېل کړي دي. د نړۍ بازارونه هم وروسته له هغې له اقتصادي ټکانونو سره مخ شول، چې ایران د هرمز تنګي له لارې د بېړیو د تګ راتګ د کنټرول وړتیا وښوده. له فبرورۍ مخکې د نړۍ د تېلو د سوداګرۍ شاوخوا پېنځمه برخه له همدې لارې تېرېده.
په ټولنیزو پاڼو کې د ټرمپ ګواښونه او څرګندونې تل بشپړ نهعملي کېږي او نوموړي دا نهدي روښانه کړي، چې امریکا به د ورته هېوادونو پر وړاندې څه اقدامات وکړي. داسې ښکاري، چې دا ګواښ ښایي د امریکا متحد هېوادونه هم راونغاړي؛ هغه هېوادونه، چې د سولې په خبرو کې د منځګړیتوب رول لري؛ خو ټرمپ د کوم هېواد نوم نهدی اخیستی.
د سې شنبې پر ورځ متحده عربي اماراتو، چې د امریکا د یوې سترې پوځي اډې کوربه دی؛ اعلان وکړ، چې تر بلې خبرتیا پورې به له ایران سره ټول سوداګریز فعالیتونه او مالي راکړې ورکړې وځنډوي. دغه اعلان له هغې وروسته وشو، چې د متحده عربي اماراتو دفاع وزارت وویل: له ایران څخه توغول شوي دوه توغندي یې کشف کړي، چې په سمندر کې لوېدلي دي؛ ایران دغه راپور بېاساسه بللی دی.
د«کپلر» د احصائیوي شننې شرکت د ۲۰۲۵ز.کال د څرګندونو له مخې: چین د ایران د تېلو د صادراتو له ۸۰ سلنې څخه ډېره برخه اخلي. له چین سره د امریکا د اقتصادي جګړې زیاتېدا، چې امریکا ته له سترو صادرونکو هېوادونو څخه دی او د حیاتي نادرو منرالونو برابرونکی هم دی؛ ښایي د بیجینګ د متقابل غبرګون خطر زیات کړي.
د ایران د رهبر سلاکار محمد مخبر د سېشنبې پر ورځ ویلي، ایران اوس هم له امریکا سره خبرو ته چمتو دی؛ خو خبرې اترې له تسلیمېدا سره نهګډوي.
نوموړي زیاته کړې، پوځي فشار او بندیزونه د ایران هوډ نهشي ماتولی.
ترمپ د سېشنبې پر ورځ ویلي، له ایران سره هیڅ خبرې نه روانېږي. دا په داسې حال کې ده، چې یوه ورځ مخکې د ټرمپ زوم او ځانګړي استازي جرد کوشنر مثبت دریځ څرګند کړی و او ویلي یې ول؛ له ایران سره خبرې اوس هم روانې دي او«ښایي تر بل هر وخت جدي» وي.
ترمپ غواړي د ایران د لوړې کچې غني شويو یورانیمو زیرمې ترلاسه کړي او د یوه نوي او نهمحدودوونکي تړون په لټه کې دی، چې د ایران اټومي او څېړنیز پروګرامونه محدود کړي.
ټاکل شوې دغه تړون د هغه تړون ځای ونیسي، چې امریکا په ۲۰۱۸ز.کال کې ترې یو اړخیزه ووتله. ایران، چې د اټومي وسلو د نهخپرېدا د تړون غړی دی؛ له لسیزو راپدېخوا ټینګار کوي، چې اټومي پروګرام یې سولهییزې موخې لري.