نړۍ
د ایران ولسمشررییسي په کرملین کې له پوتین سره وکتل
د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي د چارشنبې پر ورځ په مسکو کې د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره وکتل او پر مهمو دوه اړخیزو، سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو یې خبرې وکړې.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ کرملین په ډاګه کړې، چې پوتین او ولسمشر رییسي پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وکړې.
رییسي په دې کتنه کې څرګنده کړې؛ روسیې ته سفر د دواړو هېوادونو په سیاسي، سوداګریزو او اقتصادي اړیکو کې د بدلون ښکارندویي کوي.
دا د ابراهیم رییسي دوه یم بهرنی سفر دی، چې د روسیې او چین په ګډون د نړۍ له قدرتونو سره د ایران د اټمي موافقې په بهیر کې ترسره کیږي.
امریکا او متحدینو یې(بریتانیا، فرانسې او جرمني) د ایران د اټومي پروګرام په اړه په وار وار ویلي، چې ایران او امریکا د خپلو ژمنو د عملي کولو لپاره دوه اړخیزې ستنېدنې لږ وخت لري.
روسیه او چین د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوه ویټو لرونکي غړي دي او له ایران سره د خپلو نږدې اړیکو له کبله یې پرلپسې د تهران پر ضد ځینې پرېکړه لیکونه لغو کړي دي.