سیمه ییز خبرونه

د ایران ولسمشریزو ټاکنو ته د وړ نوماندانو نوملړ اعلان شو

Published

on

د ایران د ټاکنو مرکزي دفتر ویاند محسن اسلامي نن یکشنبه (د غبرګولي شلمه) د دغه هېواد د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د وړ نوماندانو نوملړ اعلان کړ.

مهر خبری سرچینې راپور ورکړی، چې په دې نوملړ کې د مصطفی پور‌محمدي، مسعود پزشکیان، امیرحسین قاضي‌زاده، علیرضا زاکانی، سعید جلیلي او محمد باقر قالیباف نومونه راغلي دي.

د خلکو له باور سره سم محمود احمدي‌نژاد او علي لاریجاني هغه دوه نوماندان دي، چې د شورا‌نګهبان له‌خوا وړ ونه‌پېژندل شول او په دې ټاکنو کې به ګډون ونکړي.

ایران د الوتکې د راغورځېدو په پېښه کې د ولسمشر ابراهیم رییسي له مړینې وروسته له وخت مخکې ولسمشریزې ټاکنې ترسره کوي.

ټاکل شوې، چې دا ټاکنې د روان ۱۴۰۳ لمریز لېږدیز کال د چنګاښ پر اتمه ترسره شي.

Trending

Exit mobile version