تازه خبرونه

د ایران ولسمشر د افغانستان په اړه له تاجکستان سره پر ګډو همکاریو ټینګار څرګند کړ

دا غونډه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د نهه‌اویایمې سرمشریزې په څنډه کې ترسره شوې ده.

Published

on

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان له خپل تاجکستاني سیال امامعليرحمان سره په لیدنه کې له افغانستان سره د نورو ډېرو همکاریو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

دا غونډه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د نهه‌اویایمې سرمشریزې په څنډه کې ترسره شوې ده.

د ایران د ولسمشر له رسنیز دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې پزشکیان د افغانستان مسله د تهران او دوشنبې ترمنځ یوه ګډه سکالو او موضوع یاده کړې ده.

دغه راز هغه د تهران او دوشنبی ترمنځ د بشپړې همغږۍ او همکارۍ پر اړتیا ټینګار کړی او څرګندوي، چې له دغه هېواد (افغانستان) سره پر ستونزو او راتلونکیو مسایلو د برلاسي کېدو لپاره باید مرسته وشی.

پزشکیان د ایران او تاجکستان کلتوري، تاریخي او تمدني اړیکو ته په نغوته کې د دغو اړیکو پر پراخولو هم ټینګار وکړ.

د تاجکستان ولسمشر هم د ایران هڅوب او تمدن ته په نغوته کې ویلي: مونږ ځانونه د دغه ستر او بډایه هڅوب یوه برخه ګڼو او د بدمرغیو په مقابل کې د ایران پرمختګ او بریا خپل پرمختګ او بریا ګڼو.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان اسلامي امارت اوسمهال له نورو هېوادونو سره پر اقتصاد محوره تعامل او اړیکو ټینګار کړی دی.  

Trending

Exit mobile version