تازه خبرونه

د ایران پارلماني پلاوی د حقابې ارزونې  لپاره افغانستان ته راځي

Published

on

Last Updated on: غبرګولى ۳۰, ۱۴۰۲

ټاکل شوې د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د استازیو په ګډون د ایران د پارلمان یو پلاوی  افغانستان ته سفر وکړي.

د ایران او افغانستان تر منځ د حقابې پر سر له ناندریو وروسته دواړو لوریو د دې مسئلې د حل لپاره خبرې اترې کړي دي.

ایراني رسنیو د ایران د پارلمان د یوه غړي محمد سرګزي د څرګندونو له مخې ویلي، چې ډېر ژر به د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د استازیو په ګډون یو ایراني پلاوی د دغه هېواد د اوبو د حقابې لپاره افغانستان ته سفر وکړي.

دغه راز په ډاګه شوې، چې دغه پلاوی به له اړوند سیمې او کجکي بند څخه لیدنه وکړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې دغه پلاوی یوازې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوبو په تړون کې له مشخصو سیمو لیدنه کولی شي.

د ایران د حقابې موضوع د کابل او تهران ترمنځ د ۱۳۵۱ لمریز لېږدیز کال د هوکړې له مخې حل شوې ده او په دې تړون کې هغه سیمې مشخصې شوي، چې د دواړو هېوادونو پلاوي یې لیدنه کولی شي. دوی نه‌شي کولی د دغې معاهدې خلاف عمل وکړي.

د اوبو چارو کارپوهان وايي؛ په تېرو څلوېښت کلونو کې، چې افغانستان له سیاسي او امنیتي کړکیچ سره مخ و ایران د هلمند د اوبو له حوزې څخه ( چې د فراه سیند هم په کې شامل دی) بېلابېلې ګټې اخیستي او اوس د ډېرو اوبو غوښتلو په هڅه کې دي.

د حقابې پر سر د تهران او کابل ترمنځ ناندرې په داسې حال کې روانې دي، چې د ایران مذهبي مشر د ازبکستان له ولسمشر سره په کتنه کې ویلي؛ دغه هېواد د دې وړتیا لري، چې ازبکستان په اسانۍ سره د ترکمنستان او افغانستان له لارې د آزادو اوبو له لارې ونښلوي.

Trending

Exit mobile version