سیمه ییز خبرونه

د ایران پارلمان د اقتصاد وزیر عبدالناصر همتي له دندې ګوښه کړ

د پارلمان له حاضرو ۲۷۳ غړو څخه ۱۸۲ غړو هغه ته د نه باور او یوازې ۸۹ غړو هغه ته د باور رایې ورکړې.

Published

on

د ایران پارلمان د اقتصاد او مالیې وزیر عبدالناصر همتي پر وړاندې د استیضاح د طرحې له ارزونې وروسته د هغه د ګوښه کولو لپاره رای ورکړه.

د پارلمان له حاضرو ۲۷۳ غړو څخه ۱۸۲ غړو هغه ته د نه باور او یوازې ۸۹ غړو هغه ته د باور رایې ورکړې.

د اسعارو نوسانات، د اسعارو د ارزښت کمېدل، د انفلاسیون بحران او د اساسي توکو بیې د پزشکیان د دولت د اقتصاد د وزیر د استیضاح بنسټیز لاملونه یاد شوي دي.

ولسمشر پژشکیان، چې پارلمان ته د خپل وزیر د دفاع لپاره تللی و؛ وویل، چې هېواد یې “د جګړې په حالت کې دی” او حتا قطر، ترکیه او عراق هم ایراني ډالر بېرته نه‌ورکوي. په داسې حال کې، چې عبدالناصر همتي په خپله دفاع کې ” د تبادلې نرخ به راټیټ شي” ژمنه وکړه.

دا د مسعود پزشکیان په حکومت کې د یو وزیر لومړۍ استیضاح ده.

له دې مخکې د اسلامي مشورتي شورا له  ۹۱ غړو څخه ډېرو د همتي پر وړاندې د استیضاح طرحه لاسلیک کړې وه؛ خو د پارلمان ځینو نورو غړو ویل، چې د نوموړي استیضاح “د هېواد په خیر نده.”

Trending

Exit mobile version