تازه خبرونه
د ایران په یوه کلینیک کې چاودنې ۲۵ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې
د ایران د پلازمېنې تهران په یوه کلینیک کې له چاودنې لګیدلي اور لږ تر لږه ۱۹ کسان مړه کړي او ۶ نور ټپیان دي.
ایرانیو رسنیو په ډاګه کړې، چې تېره شپه په سیمه ییز وخت ۹ بجې د تهران په یوه کلینیک کې د ګازو د یوې نلکې له سوري کیدو چاودنې اورلګیدنه رامنځته کړې، چې لږ تر لږه یې ۱۹ کسان مړه کړي او ۶ نور ټپیان دي.
د تهران د بیړنیو حالاتو مرکز مشر پیمان صابریان پارس نیوزته ویلي، چې ۶ نور کسان هم په دې پېښه کې ټپیان شوي دي.
د تهران والي ویاند حمید رضا ګودرزي د ایران صدا و سیما شبکې ته ویلي، چې دا پېښه د ګازو د نلکې له سوری کیدورامنځته شوې ده.
د تهران د اوروژنې ویاند جلال مالکي یادې رسنۍ ته څرګنده کړې، چې اور اوس مړ شوی او سیمه تر څارنې لاندې ده.
د چاودنې پرمهال په دې کلینیک کې ۲۵ کارکوونکیو کارکاوه.
له دې اورلګیدنې او چاودنې وروسته پر ټولنیزو رسنیو داسې فلمونه او ویدیو ګانې خپرې شوې، چې نه یوازې د کلینیک شاوخوا ته د مرستې لپاره راټول خلک، بلکې له اورلګیدنې رامنځته شوي زیانونه هم ښيي.