تازه خبرونه
د ایران ځانګړي استازي او د یوناما مشرې پر ګډو همکاریو خبرې وکړې
په کابل کې د ایران سفارت د دوشنبې پر ورځ ( د مرغومي اتلسمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې په کابل کې د ایران ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قُمي په کابل کې د یوناما له مشرې روزا اوتنبایوا سره کتلي او پر ګډو همکاریو یې خبرې کړې دي.
په کابل کې د ایران سفارت ویلي، چې په دې کتنه کې د ماین پاکۍ، د کوکنارو د بدیل کښت او د لرې زدهکړو (مجازی فضا) په اړه د ایران او ملګرو ملتونو پر همکاریو بحث او د اندونو تباده شوې ده.
د دې غونډې په اړه نور جزئیات او د بحث وړ موضوعات په ډاګه شوي نهدي.
د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته ایران له اسلامي امارت سره پراخ تعاملات ساتلي او په بېلابېلو برخو کې یې همکاریو ته چمتووالی ښودلی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان اسلامي امارت د کوکنارو پر کښت بندیز لګولی او ملګرو ملتونو او نړیوالو ټولنو هم د بزګرانو د هوساینې لپاره د بدیلو لارو پر موندلو ټینګار کړی دی.