نړۍ

د ایران کړنې به بې ځوابه پاتې نشي – بایډن

Published

on

جوبایډن په روم کې د جي – ۲۰ سرمشریزې په څنډه کې یوې خبري غونډې ته څرګنده کړې؛ ایران اړ دی، چې اړوند خبرو ته وروګرزي او په سیمه کې د امریکا پر دریځونو او ګټو د بې پیلوټه الوتکو بریدونه ودروي.

جو بایډن د سوریې په جنوب کې د امریکا پر پوځي اډې وروستي برید ته نغوته کړې؛ د برید پړه یې پر ایران اچولې او په ډاګه کوي، چې دا برید به بې ځوابه پاتې نشي.

رویټرز پرون د لړم پر ۹ خپل راپور د ایران په اړه د امریکا د ولسمشر څرګندونو ته ځانګړی کړی دی.

بایډن په دې خبري غونډه کې ټینګار څرګند کړ، چې هېواد به یې د امریکا د ګټو پر ضد د ایران له هر ډول کړنې سره مخالفت وکړي.

د امریکا ولسمشر په ځانګړې توګه په سیمه کې د امریکا د ګټو پر ضد د امریکا پر ملاتړ د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو پر مخنیوي هم ټینګار کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن هم د سوریې په جنوب کې د امریکا پر پوځي مرکزونو د وروستي برید په غبرګون کې د بې پیلوټه الوتکو پر بریدونو د امریکا نوي بندیزونه اعلان کړي دي.

تېره اوونۍ امریکا د سپاه پاسداران د بې پیلوټه الوتکې پر قومندان سعید اغاجاني او درې نورو بندیزونه ولګول.

امریکا ویلي، چې ایران په سیمه کې خپلو حکومت پلوه ځواکونو ته د بې پیلوټه الوتکو له استولو سره نېغ پر بېغه پر امریکا او متحدینو یې بریدونه کوي.

ـــــــ

کمپاین- مرستې ته سترګې پر لاره!

د خپلو نغدي مرستو لپاره لاندې اوبپاڼې ته سر ښکاره کړئ.

www.helpafg.org

آریانا نیوز او آریانا نړیوالې ټلویزیوني شبکې؛ د بیات بنیاد له دې نوښته، چې په افغانستان کې اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو د برابرولو لپاره بسپنې راټولوي، هر اړخیز ملاتړ کوي.

مونږ د بیات بنیاد د رسمي رسنیز همکار په توګه له تاسې د مرستې غوښتنه کوو، چې دا بنسټ وکولی شي په دې سخت وخت کې د افغان اړمنو کورنیو ته خواړه چمتو کړي.

که له کومې ستونزې سره مخ شوئ پر لاندې برښنا لیک سره اړیکې ونیسئ:

info@bayatfoundation.org

Trending

Exit mobile version