نړۍ
د ایف بي آی ځواکونو مې پر کور چاپه اچولې
د امریکا پخواني ولسمشردونالد ترمپ د دوشنبې پر ورځ د زمري ۱۷ / د اګست ۸ ویلي، چې د فدرالي تحقیقاتو ادارې ځواکونو په فلوریدا ایالت کې د هغه ماڼۍ محاصره کړه، وردننه شول او پلټنې یې پیل کړې.
رویټرز څرګنده کړې، چې ترمپ د دوشنبې پر ورځ ناوخته په ډاګه کړې؛ دا زمونږ د ملت لپاره یو تور پړاو دی؛ په فلوریدا کې زما ښایسته کور همدا اوس د چاپې لاندې دی او د ایف بي آی ځواکونو محاصره کړی دی.
ترمپ همدارنګه ویلي، چې د ایف بي آی ځواکونو د ده خوندي خزانه هم لټولې او دا کار یې له عدلي سیستم څخه ناوړه ګټه اخیستل او سرغړونه نومولې ده.
تر دې دمه ترمپ او اف بي آی، چې دا کار ولې شوی څه ویل شوي ندي؛ خو یو شمېر امریکایي رسنیو څرګنده کړې، چې د ترمپ د کور دا تالاشي د محکمې د حکم له مخې ترسره شوې او د احتمالي محرمو اسنادو د لټولو لپاره یې دا خوندي ماڼۍ لټولې ده.
رسنیو په ډاګه کړې، چې په فلوریډا کې د ترمپ له دې کوره له اسنادو ډک ۱۲ بکسونه تر لاسه شوي دي، چې ترمپ په ټاکنو کې له ماتې وروسته له ځان سره وړي وه.
امریکا د عدلې وزارت ویلي؛ هیڅوک له قانون څخه پورته ندي.
