ساینس او ​​ټیکنالوژي

د ایلان ماسک پر X پراخ سایبري برید وشو

ماسک د دوشنبې پر ورځ د ایکس په یوه پوسټ کې وویل: ” پر مونږ هره ورځ برید کیږي؛ خو دا پر ډېرو سرچینو ترسره شوی. یا یوه لویه، همغږي ډله او یا یو هېواد پکې ښکېل دی”.

Published

on

د ټولنیزو رسنیو پلیټ فارم ایکس د دوشنبې پر ورځ وقفهیي له کاره وغورځېد؛ خاوند یې ایلان ماسک پر یو غیر معمولي ځواکمن سایبري برید پړه واچوله.

ماسک د دوشنبې پر ورځ د ایکس په یوه پوسټ کې وویل: ” پر مونږ هره ورځ برید کیږي؛ خو دا پر ډېرو سرچینو ترسره شوی. یا یوه لویه، همغږي ډله او یا یو هېواد پکې ښکېل دی”.

هغه په ​​سمه توګه روښانه نکړه، چې له “ډېرو سرچینو” څخه یې مطلب څه دی او د هغه نظرونو د سایبري امنیت د متخصصینو شکونه راوپارول. هغو نغوته( اشاره ) کړې، چې دا ډول بریدونه – له خدماتو ډډه کول بلل کیږي، چې په هروخت د کوچنیو ډلو یا اشخاصو لخوا ترسره شوي دي.

رویټرز راپور ورکړی، چې د ډاونډیټیکټر د څرګندونو له مخې، ایکس له وقفې وقفې سره مخ شو.

په همدې حال کې ډیجیټل ټرایډز Digital Trends د سې‌شنبې پر ورځ راپور ورکړ؛ داسې راپورونه شته، چې ایکس اوس هم ستونزې لري.

د انټرنیټ صنعت کارپوهانو ویلي، چې ایکس د دوشنبې پر ورځ له ‘خدماتو د ډډې’ څو څپو سره مخ شو.

ماسک د فاکس بزنس شبکې له لاري کوډلو سره په یوه مرکه کې ویلي، چې سایبري برید د اوکراین په سیمه کې د IP له پتو ترسره شوی دی.

د صنعت یوې سرچینې رویټرز ته ویلي، چې هغه د ماسک له ادعا سره مخالفت وکړ او وایي، چې د X د ناوړه ټرافیکو د بمبارډ لویه برخه په امریکا، ویټنام، برازیل او نورو هېوادونو کې د IP له پتو موندل کېدی شي. د ناوړه ټرافیکو کچه، چې نېغه له اوکراین څخه راځي “بې ارزښته” ده.

په هر حال رویټرز راپور ورکړی؛ له خدماتي بریدونو څخه ډډه کول د دوی لیکوالانو ته بېرته موندل خورا ګران دي او د IP  له پتې پر کله کله د دې په اړه معنا لرونکی اند چمتو کوي، چې تر شا یې څوک و.

ماسک د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره، چې د سلاکار په توګه دنده ترسره کوي؛ د روسیې له یرغل سره د مبارزې لپاره پ اوکراین د پرله‌پسې هڅو له نیوکې سره یو ځای شو.

ماسک د یکشنبې پر ورځ ویلي، چې د اوکراین لومړۍ کرښه به د هغه د سټارلینک سپوږمکۍ له مخابراتي خدماتو پرته “ماته شي”. که څه هم هغه ویلي، چې هغه به د اوکراین لاسرسی پرې نکړي.

Trending

Exit mobile version