نړۍ

د ایټالیا بهرنیو چارو وزیر د اروپايي ټولنې د ګډ پوځ جوړولو غوښتنه وکړه

Published

on

د ایټالیا بهرنیو چارو وزیر انتونیو تاجاني په یوه مرکه کې څرګنده کړې؛ اروپايي ټولنه باید خپل ګډ پوځ جوړ کړي، چې د سولې په ټینګښت او د جګړې په مخنیوي کې خپل ډاډمن رول ولوبوي.

انټونیو تاجاني د یکشنبې پر ورځ ( د مرغومي اووه لسمه / د جنورۍ اوومه ) له ايټالوي ورځپاڼې لا سټامپا سره په مرکه کې ويلي؛ د اروپا نږدې دفاعي همکاري د ايټاليا د فورزا ګوند لپاره يو لومړيتوب دی، چې هغه يې مشري کوي.

نوموړي ویلي: که غواړو، چې په نړۍ کې سوله ساتونکي واوسو؛ مونږ یو اروپايي ګډ پوځ ته اړتیا لرو. او دا مو د اروپایي بهرنۍ تګلارې د اغېزمنتیا لپاره یو بنسټیز شرط دی.

هغه زیاته کړې: په داسې نړۍ کې، چې ځواکمن لوبغاړي لکه امریکا، چین، هند، روسیه؛ له منځني ختیځ څخه د هند تر آرام سمندر، ایټالیا، جرمني، فرانسې یا سلووینیا پورې وګړي یوازې د هغه څه په واسطه خوندي کیدی شي، چې دمخه شتون ولري. یعنی اروپايي اتحادیه.

دغه راز ویل شوي، چې نږدې دوه کاله مخکې پر اوکراین د روسیې له بشپړ برید وروسته د اروپا د دفاعي همکارۍ سیاسي اجنډا له لومړیتوبه برخمنه شوې ده.

په هر حال هڅې د ناټو پر پراختیا ډېرې راڅرخیږي. لکه څنګه، چې تېر کال د اروپایي ټولنې غړی هېواد فنلینډ د ناټو غړیتوب خپل کړ او سویډن هم د غړیتوب په درشل کې دی.

دغه راز تاجاني ویلي، چې د اروپايي ټولنې ۲۷ غړي باید خپل مشرتابه اغېزمن کړي او د اروپايي شورا او اروپايي کمیسیون د اوسني جوړښت پر ځای یو واحد ولسمشر ولري.

د بهرنیو چارو وزیر تېر کال د سیلویو برلوسکوني له مړینې وروسته د ایټالیا د فورزا ګوند مشر شو.

Trending

Exit mobile version