نړۍ
د ایټالیا ساحلي ساتونکيو او سمندري کښتیو سلګونه کډوال ساحل ته ورسول
د ایتالیا ساحل ساتونکیو او سمندري کښتیو د شنبې پر ورځ سلګونه ژغورل شوي کډوال د ساحل پر لوري واستول.
اسوشیتید پرس څرګنده کړې؛ پر حکومت نیوکې دي، چې د کډوالو پر ضد یې قوانین سخت او پناه غوښتونکي یې د مرګ له خطر سره مخ کړي دي.
د بېلګې په توګه د فبرورۍ پر ۲۶ نېټه په یوه ډوبه شوې کښتۍ کې د ۹۱ افغانانو په ګډون شاوخوا ۱۸۰ پناه غوښتونکي سپاره ول.
ساحل ساتونکیو په ډاګه کړې، چې د جمعې پر ورځ د مدیترانې بحیرې د توپاني اوبو په څپو کې له خلکو ډکه یوه لویه کښتۍ له ستونزو سره مخ شوې ده.
د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې: ساحل ساتونکیو د یوې ۹۴ متره اوږده کښتۍ ۵۸۴ کډوال په دوه کښتیو کې کلابریا بندر ته ورسول.
دغه راز د ایتالیا خبري آژانس ANSA راپور ورکړ، چې د شنبې پر ورځ د یوې کښتۍ د ډوبیدو له کبله هغه مهال د مړو شمېر ۷۶ ته لوړ شو، چې د دوه ماشومانو او یو بالغ کس مړي وموندل شول. د کسانو څخه ۴۸۷اتیا مسافر ژوندي پاتې شوي؛ خو نور یې ورک دي او ګومان کیږي، چې مړه شوي دي.
ایټالوي څارنوالان په دې اړه پلټنه کوي، چې د کښتۍ له موندلو وروسته باید چارواکو د ژغورنې عملیات چټک کړي وایي.
شاوخوا پېنځه زره کسانو د شنبې پر ورځ ځانونه د کترو ساحل ته ورسول او له هغه لاریون سره یوځای شول، چې په سمندر کې د مهاجرینو د ژغورلو لپاره یې د چټکو هڅو د ترسره کولو غوښتنه کوله.
د ملګرو ملتونو د مهاجرت اداره اټکل کوي، چې سږ کال شاوخوا ۳۰۰ کسان د مدیترانې له خطرناکې لارې څخه د تېرېدو په هڅه کې مړه شوي یا ورک شوي او ګومان کېږي، چې مړه شوي دي.
د ترکیې ساحلي ګارد د شنبې پر ورځ خبر ورکړ، چې د ترکیې د آیدین ولایت په سواحلو کې یې ۱۱ کډوال له هغې وروسته وژغورل، چې د دوی ربړي کښتۍ سورۍ شوه او د اوبو په ایستلو یې پیل وکړ.
ساحل ساتونکیو ویلي؛ د پېنځه کسانو مړي موندل شوي. په داسې حال کې، چې د شونو نورو ژونديو پاتې شویو لټون روان دی.
همدارنګه د ایتالیا په کوچني لامپیدوسا تاپو کې، چې د سیسلي په سویل کې د ایتالیا د کب نیولو او سیاحت ځای دی او د شاوخوا ۳۰۰۰ نويو راغليو کډوالو سرپناه یادیږي؛ په کې له ۳۵۰ څخه لږ کم هغه ساتل کیږي.
ایتالوي رسنیو ویلي، چې شاوخوا ۱۴۰ کډوال بیا له دې تاپو څخه د هوا له لارې لېږدول شوي دي.
