سیمه ییز خبرونه

د ایټالیا لومړی وزیر د یکشنبې په ورځ کابل ته ورسېد

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ايټاليا لومړي وزير د یکشنبه په ورځ سهار كابل ته تر سفر وروسته له افغان ولسمشر حامد كرزي سره د افغانستان په روانو حالاتو او د دواړو هېوادونو د اړيكو پر لا ښه كېدو خبرې اترې وكړې.

د ايټاليا لوموړي وزير ان ری کولیته ټينګار كوي، چې د هېواد سرتېري به يې افغان ځواكونو د ته مشورتي او ملاتړى رول ماموريت تر سره كړي، نوموړي وايي:

د دې تر څنګ به يې هېواد په اقتصادي برخه كې هم له افغانستان سره همكارۍ ته دوام وركوي.

نوموړي همدارنګه د راتلونكي كال د ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو ټاكنو ته په اشارې سره وويل، چې ايټاليا د ټولو هېوادونو په همكارۍ هڅه كوي تر څو په دغو ټاكنو كې د ښځو ګډون زيات كړي.

د ايټاليا لوموړۍ وزير ان ری کو لیته ووېل:

بې له شكه مونږ له افغانستان سره د خپلو همكاريو او مرستو دوام ته ژمن يو، او د ناټو د تړون له لارې، چې مونږ هم د هغه تړون غړي يو خپلو ژمنو ته ژمن يو.

افغان ولسمشر حامد کرزی په داسې حال كې، چې له ۲۰۱۴ كال وروسته په افغانستان كې د ايټالوي سرتېرو له حضور څخه ملاتړ وكړ د ايټاليا له لومړي وزير څخه يې وغوښتل، چې د ټيكنالوژى په برخه كې هم له افغانستان سره همكاري وكړي.

ايټاليا په افغانستان كې شاوخوا درې زره سرتېري لري، چې د هېواد په لوېديځ كې مېشت دي.

په افغانستان كې د ماموريت له پېل څخه تر اوسه په بېلابېل پېښو كې اته څلوېښت سرتېري وژل شوي دي.

Trending

Exit mobile version