نړۍ
د ایکواډور په زندان کې لږ تر لږه ۶۸ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې
(Last Updated On: لړم ۲۳, ۱۴۰۰)
د رویټرز د راپور له مخې؛ د شنبې پر ورځ د لړم ۲۲ د اکواډور په یوه زندان کې له رامنځته شوي تاوتریخوالي ۶۸ بندیان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
د دغه هېواد چارواکو رویټرز ته ویلي؛ دغه نښته د ایکواډور د جنوب لویدیځ ښار د ګوایاکیل ښار په لیتورال سیمه کې د امنیتی ځواکونو او د نشه یی توکو د قاچاق وړونکیو ډلو د مشرانو ترمنځ پېښه شوې ده.
په دغه هېواد کې چارواکي د جګړې پړه د نشه يي توکو پر قاچاق وړونکیو ډلو اچوي.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ له دې مخکې هم د اکواډور په یوه زندان کې له نښتو ۱۱۹ کسان وژل شوي وه.