تازه خبرونه

د ا.ا.ا تر چتر لاندې د کوچني اختر لومړۍ ورځ ولمانځل شوه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۱, ۱۴۰۱)

د افغانستان اسلامي امارت سترې محکمې د شنبې پر ورځ ناوخته (د غویی ۱۱) د کوچني اختر لومړۍ ورځ اعلان کړه، چې د کابل په ګډون د افغانستان په ټولو ولایتونو کې خلکو نن اختر ولمانځه.

د افغانستان اسلامي امارت لومړي وزیر ملا محمد حسن اخوند د کوچني اختر له لمانځه وروسته په ارګ کې وویل، هغه درې ورځنی یا څو ورځنی اوربند، چې به هر کال خلک ورته په تمه ول؛ سږ کال د الله پاک په نصرت اشغال پای ته رسېدلی او افغانستان ترې خوندي او امن دی.

د لومړي وزیر د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان خلکو له کلونو جګړو وروسته د بریا له خواږه خونده برخمن شوي دي.

همدارنګه د لومړي وزیر دوه یم مرستیال د افغانستان خلکو ته د تلپاتې سولې او په هېواد کې د سوکالۍ هیله وکړه.

په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم د یوه انځور له خپرولو سره ټویټ کړی، چې نن سهار په کندهار ولایت کې د اختر لمونځ د اسلامي امارت د مشرتابه ملا هبة الله اخوندزاده په مشرۍ ترسره شو.

د اسلامي امارت مشرتابه ملا هبة الله اخوندزاده نن د وینا پر مهال د کوچني اختر د رارسیدو او د اسلامي امارت د ځواکونو د بریا مبارکي وړاندې کړه.

د افغانستان د اسلامي امارت سترې محکمې د شنبې په ورځ ناوخته اعلان وکړ، چې سبا یکشنبه په افغانستان کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.

په همدې حال کې د ملي دفاع وزارت چارسمبالي مولوي محمد یعقوب مجاهد د اختر په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي، چې په هېواد کې به د سولې د ګډوډولو مخه ونیسي.

هغه وایي: هیچا ته به اجازه ورنکړ شي، چې امنيت ګډوډ کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د افغانستان خلکو ته د کوچني اختر مبارکي هم وویله. یوناما له افغانستان سره د مرستې او همکارۍ پر ژمنې یو ځل بیا ټینګار څرګند کړ.

د روژې د میاشتې د لیدنې د کمیټې مشر مولوي عبدالحکیم د شنبې پر ورځ رسنیو ته وویل، چې په کندهار، فراه، زابل، هلمند او غور ولایتونو کې ۲۷ کسانو د شوال میاشت لیدلې ده.

په همدې حال کې سعودي عربستان د شنبې پر ورځ اعلان وکړ، چې په سعودي عربستان کې د شوال میاشت نده لیدل شوې؛ نو، ځکه یکشنبه د روژې وروستۍ ورځ او دوشنبه د کوچني اختر لومړۍ ورځ اعلان شوې ده.

Trending

Exit mobile version