تازه خبرونه
د ا.ا.ا د روان کړکېچ په اړه د سیمې له څو اړخیزو غونډو هرکلی وکړ
د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د چارشنبې پر ورځ د سیمې هېوادونو لخوا پر افغانستان د غونډو له کوربتوبه هرکلي وکړ او وایي، چې دا ډول خبرې اترې د هېواد د وضعیت د ښه پوهیدو لامل کیږي.
مجاهد په کابل کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال څرګنده کړې؛ اسلامي امارت په ډيلي کې د چارشنبې د ورځې د ۸ هېوادونو د امنیتي استازیو د غونډو پایلو ته هیله من دی.
د افغانستان د وروستیو پرمختګونو پر پایلو د سیمې د ملي امنیت د استازیو غونډه، چې د ډیلي پر کوربتوب جوړه شوې؛ روسیه، ایران، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان یې ګډونوال دي؛ خو په دې ناسته کې چین او پاکستان دواړو له ګډون ډډه کړې ده.
دغه غونډه د نورو موضوعاتو تر څنګ په افغانستان کې د روان بشري ناورین او د ترهګرۍ پر ګواښ د بحث لپاره رابلل شوې وه.
د هغو راپورونو د تائیدولو لپاره، چې د افغانستان پخواني پوځي پرسونل د داعش له خراسانۍ څانګې سره یوځای شوي؛ ذبیح الله مجاهد یوازې وویل، چې اسلامي امارت په هېواد کې له د داعش څارنه غزولې او درانده ځاني زیانونه وراوښتي دي.
هغه دا راپور تائید نکړ؛ خو څرګندوي: داعش ته به اجازه ورنکړي، چې د هېواد امنیت زیانمن کړي.
مجاهد دا هم ویلي، چې له امریکا سره د اړیکو ښه کېدو ته هم خوشبینه دی.
ذبیح الله مجاهد ومنله، چې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالی مولوي امیرخان متقي او ورسره مل لوړپوړی پلاوی به نن له پاکستانيو حکومتي چارواکو سره د خبرو لپاره اسلام آباد ته سفر وکړی.
په دې اړه د بهرنیو چارو وزارت ويلي، چې مولوي متقي به د پاکستان له حکومتي چارواکو سره د اقتصادي، سوداګریزو او د تګ راتګ د آسانتیاوو پر پیاوړتیا خبرې وکړي.
په همدې حال کې ټاکل شوې، چې د روسیې، امریکا، چین او پاکستان استازي سبا په اسلام آباد کې د افغانستان په اړه غونډه کوي.