تازه خبرونه

د ا.ا.ا د لومړي وزیر دوه یم مرستیال پر مشرۍ یو پلاوی ازبکستان ته ولاړ

Published

on

(Last Updated On: تله ۲۴, ۱۴۰۰)

د افغانستان اسلامي امارت د ویاند ذبیح الله مجاهد د څرګندونو له مخې؛ د لومړي وزیر  دوه یم مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پر مشرۍ یو لوړپوړی پلاوي ازبکستان ته سفر وکړ.

نوموړي نن شنبه د تلې ۲۴/  د اکتوبر ۱۶ زیاته کړې؛ د دواړو هېوادونو پلاوي به د ازبکستان په ترمذ ښار کې د سوداګرۍ پر پراختيا، ټرانزيټ، اوسپنیزې کرښې او ۵۰۰ کیلو ووټ برښنا مزي بحث او خبرې وکړي.

په دې پلاوي کې له عبدالسلام حنفي سره د چارو ادارې مشر، د لوړوزدکړو، ټولګټو، عامې روغتیا، سوداګرۍ او اقتصاد وزیران، د هوایي چلند، د افغانستان بانک، امنیتي سکتورونو مشران او ملي سوداګرو استازي مل دي.

د افغانستان اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته دا لومړی ځل دی، چې د اسلامي امارت  لومړي وزیر مرستیال ازبکستان ته سفر کوي.

دا یو ورځنی سفر په داسې حال کې تر سره کیږي، چې  د تلې پر ۱۵ د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف له یو لوړ پوړي پلاوي سره کابل ته راغلی و او له افغان لوري سره یې د دواړو هېوادونو پر اړوند مسایلو خبرې وکړې.

Trending

Exit mobile version