تازه خبرونه

د ا.ا.ا د پخوانیو افغان سرتېرو د وژل کېدو په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت د څه باندې سل پخوانیو افغان صسرتېرو او نړیوالو ځواکونو د همکارانو د وژل کیدو په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور رد کړ او هغه ناسم بولي.

په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوترش ویلي: دې ټولنې داسې باوري تورونه ترلاسه کړي، چې د طالبانو (اسلامي امارت) له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې له سل ډېر پخواني حکومتي امنیتي ځواکونه او هغه کسان، چې له نړیوالو ځواکونو سره یې کار کاوه وژل شوي دي.

د انټونیو ګوترش په یوه راپور کې، چې یوه نسخه یې رویټرز تر لاسه کړې څرګندوي، چې له ” عمومي بښنې” سره – سره، له “دوه پر درېیمې برخې” ډېر کسان د طالبانو (اسلامي امارت) یا د دوی د غړیو لخوا نا قانونه او پرته له قانونه وژل شوي دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني د ملګرو ملتونو د دغه راپور په اړه ویلي؛ د ملګرو ملتونو د عمومي منشي لخوا ورکړ شوي معلومات، چې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته د پخواني حکومت ۱۰۰ تنه غړي وژل شوي، حقیقت نلري.

انعام الله سمنګاني زیاته کړې: د اسلامي امارت له لوري له عمومي عفوې وروسته هیچاته اجازه نه ورکول کیږي، چې خلکو ته زیان ورسوي.

هغه ټینګار کړی، چې کېدی شي د هېواد په بېلابېلو برخو کې “غچ اخیستنه” رامنځته شوې وي؛ خو تر څېړنې لاندې راغلي دي.

Trending

Exit mobile version